
د پاکستان د مذهبي امورو وزارت د حج په مصارفو کې لس زره زیاتولو وړاندیز کړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم سږ کال به د پاکستاني حجاجو لپاره په مصارفو کې تر تېر کال لس زره زیات مصرف راځي چې په دې توګه به د حکومتي پلان په مطابق حج ته تلونکې کسان سږکال دوه سوه او اویا زره (۲۷۰،۰۰۰) روپی داخلوي.
د پاکستان د لومړي وزیر له لوري د حج انتظاماتي کمیټې نن د مذهبي امورو د وزیر سردار محمد یوسف په مشرتوب یوه غونډه را بللې وه او د کال ۲۰۱۷ د حج پالیسي باندي بحث وشو.
په غونډه کې پرېکړه شوې چې سږ کال به دولتي کوټه ۶۰ فیصده وي او پاته به شخصي شرکتونو ته ورکول کیږي.
د لومړي وزیر نوازشریف تر تایید وروسته به پاکستان په رسمي ډول د سږ کال حج پالیسي اعلان کړي.
باید وویل شي چې تر انډونیزیا وروسته پاکستان دوهم هیواد دی چې د حاجیانو زیاته برخه ورته رسیږي، او سږ کال 179 زره څخه زیات حاجیانو لیږلو کوټه لري.