نظــر

مسلمان ولس وژغورئ!

حامد(برهان)

کفارو چې کله د ګران هیواد(افغانستان) په پاکه خاوره یرغل پیل کړ، د نورو سترو جنایتونو ترڅنګ یې، چې له لیکلو یې ژبه د ستوماني او قلم د شرم احساس کوي، د عام ولس د بې دینۍ له پاره له خبرې رسنیو، راډیوګانو او سوشل میډیا نه د اجیرو لیکوالانو، بې ضمیره ژورنالسټانو او نورو فاسد عناصرو پر مټ کار واخیست او لا دا سلسله روانه ده. د نالوستو وګړو د فکري انحراف له پاره یې له رادیوګانو ګټه پورته کړه په تېره بیا له ښاریاتو نه لرې په پرتو سیمو کې، چېرته چې ټکنالوجي ته لاس رسی نشته. که څه هم ځینو رسنیو له پخوا نه خپل کار پیل کړی وو؛ خو د نوي یرغل له پیل سره نورو راډیوګانو هم خپل فعالیت په بشپړ ډول پیل کړ.

ځینو نورو د قلم عفت ته احترام او درناوی ونه کړ، د الله پاک د دې سترې لورینې نه یې په ناسم ډول استفاده وکړه، د سپین کاغذ مخ یې د ورځپاڼې او اونيزې په نامه د معصوم ملت د معصومو ارمانونو د اضمحلال(نابودولو) له پاره وکارول.

یو شمېر یې د سکرین(ایندارې) په پرده د دې ځورېدلي اولس په بېلارې کولو، ځورولو او کړولو کې په ټول توان سره په انځوریزه او غیر انځوریزه توګه کوښښ وکړ او کوي یې.

یادو پلورل شوو څېرو، چې ذاتي او بنیادي دنده یې ملت ته خدمت او له هغوی نه دفاع وه په داسي حال کې چې زیات یې ځانونه د اسلام سپېڅلي دین ته متعهد(ژمن) هم بلي، دا مهال د یو لړ مادي امتیازاتو په بدل کې د هغوی وینه زبېښي او غواړي چې دا مسلمان قشر د د سپیڅلي دین له ښکلا نه د تورتم ګرداب ته ټېل وهي!

هغوی ته د خپلو بادارانو له لوري دنده سپارل شوې چې د پېښې حقائق پټ کړي، د یرغلګرو او لاسپوڅو د تلفاتو تعداد کم وښيي او یا ترې چورلټ انکار وکړي.. د ولسي وګړو دمرګ ژوبلې پړه پر مجاهدینو ور واړوي، پاک او سچه مسلمان د ترهګر، تروریزم او.. په نامه او سپېڅلی جهاد د طرور، وژنې او لوټمارۍ په نومونو خلکو ته ور وپېژني.

دا راز ورته ویل شوي چې فحشا، ناروا او ناوړه کارونه نشرول، لیکل او انځورول د دې غیرتي اولس په وجدان پلورنې، ضمیر پلورنې کې مهم رول لوبولی شي؛ ځکه نو باید تاسو له هرې لارې، په هره توګه او په هره وسیله چې ممکنه وي خپل هدف ترلاسه کړئ. هر راز فحاشي د غیرت جرړي وباسي، جهاد د غیرت له چینې نه وده کوي؛ ځکه د غیرت زوال د جهاد د مخنیوي له پاره د ډال حیثیت لري.

یو لړ یې دنده لري چې د ديني، اسلامي اقدارو او نوامسو(هستیو) ارزښت او مینه د مسلمانانو له زړونو نه وباسي.

یو شمېر یې شپه- ورځ د دې ویاړمنو پرګنو کلتور، عنعنات او تاریخي ویاړونه په بډ وهي؛ خو ویده ولس به کله ویښ شي؟

تېرته په کتو کفار د زرو او زور په کارولو سره زموږ د غیور اولس بېلاري کولو ته کرغېړنې مټې را بډ وهلې چې تر ډېره بریده په خپل شوم هدف کې د کرایه شوو وګړو پر مټ بریالي هم دي؛ ځکه زموږ د ځوان نسل ترجهاد او دیني شعائرو له بال او بېډ سره مینه ده؛ تر اسلامي سیرت او صورت ورته غربي لومړيتوب لري؛ تر کتاب ورته ټيوي، سرود او سرنا اهمیت لري؛ تر نبوي مسیر پر غربي تګلاره زیات باور لري او..

لهذا د ټولنې هر سالم وګړی علی حسب المطاق باید خپل ور سپارل شوی مسؤلیت او دنده په پوره اخلاص او امانت داري د دې ستر فساد په مخنیوي کې ترسره کړي، د کفارو او د هغوی د لاسپوڅو د هر راز دسیسو په شنډولو کې له هرې وسېلې کار واخلي او د هغوی د هر شوم پلان په وړاندې ویښ و اوسي، یواځې د یو ټولي مسؤلیت و نه ګڼل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx