افغانستان

طالبانو د ملي اردو پر کاسټر موټر د سرتېري برید مسؤلیت ومانه

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را استولې خبرپاڼه کې د کابل ښار د کارته نو سیمه کې د ملي اردو پر کاسټر موټر د نن سهار د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست.
د ښاغلي مجاهد په خبره ، د سهار د ۷ بجو او ۱۵ دقیقو برید د عبدالحق په نامه د دوی یوه ملګري چې د کندهار ولایت اوسېدونکی و، ترسره کړی.

نوموړي همداراز د برید د تلفاتو په اړه ویلي، چې په برید کې د ملي اردو د هوايي ځواک ټولټال ۲۷ سرتېرو ته چې په کاسټر موټر کې له خپلو استوګنځیونه  خپل مرکز ته لېږدول کېدل، مرګ-ژوبله اوښتې او موټر هم په بشپړه توګه له منځه تللی.
بل پلو ، د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په برید کې د ملي اردو د دریو عسکرو وژل کېدا او د نهو نور ټپي کېدنه تائید کړه.
ښاغلي صدیقي وویل، چې په برید کې يوه مېرمن هم چې د سړک پر څنډه پلې روانه وه؛وژل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x