شعـــــرونه

غزل/ جمال

جمال
سر مو کې ځي هم د سنګر ملګرو خیال وساتۍ
دعا یي واخلئ دا ولس او کلیوال وساتۍ

لاره اغزنه ده، او ډیره به اغزنه شي که!!!
مشرانو تاسو سیاست په همدي حال وساتۍ

چې وس مو کیږي د غریبو لاس نیوي پکار دی
د شهید پاتي یتیمان اهل و عیال وساتۍ

ملګرو ګورۍ قربانۍ ته مو زیان ونه رسي
ځان له فتنو وساتۍ ځان ورته سمبال وساتۍ

سوله یی نوم دی د اشغال د بقا راز پکي دی
سوله ونکړئ ډګر ګرم سر وکال وساتئ

د هر یو غشي هری توری حساب غواړی خالق!
پام په مصرف وساتۍ پام د بیت المال وساتئ

د کارنامو نه دفاع وکوۍ میرویس خوشال کړئ
پیرنګ ته درس ورکړئ نړۍ ته یو مثال وساتئ

دا څو ! وړي غټي خبري مې لرلي درته !
دعا کې یاد درسره کشر ورور جمال وساتئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x