شعـــــرونه

د پښو سایه

فکرمل طالب

والدین مې د ژوند لویه سرمایه ده
خدایه شکر لا ژوندي دي څومره ښه ده

هر دیدن ئې راته خوږ دی له کوثره
پرې سړه مې د زړګي تَوده لمبه ده

بختور یم بختور له ډېرو خلکو
لا تر اوسه ئې دعا راپسې شته ده

د دنیا په سردارانو مې باک نشته
جنتونه مې د مور د پښو سایه ده

لمر سپوږمئ ئې دي کمزوري مثالونه
راته بله شپه او ورځ داسې ډېوه ده

خدمتونه طوافونه ئې کومه
پلار قُدُس مور مې مکه مکرمه ده

که هزار ځله ترې ځار شمه هم لږ ده
د اِحسان پَلَه ئې دوغومره درَنَه ده

نازولی رب په لویو نعمتو یم
پنځه وخته لمونځ ئې کمه شکرانه ده

داچه نن مې د همزولو سره سیال یم
دا همدوی په ما زده کړې کلیمه ده

“فکرمله” غیرتي پئ ئې راکړي
تل ئې توره دجهاد راته تېره ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x