افغانستان

عظیمي: په ننني برید کې څلور تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل دي

نن ټکی آسیا: د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وايي،د کابل ښار د کارته نو سیمې په نننۍ چاودنه کې د ملي اردو د دوو سرتېرو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ژوبل شوي دي.

نوموړي پر خپل ټویټر د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي د څرګندونو په خلاف چې له پېښي وروسته یې ویلي ول، چې په برید کې د ملي اردو درې سرتېري او یوه عامه مېرمن وژل شوي؛ لیکلي چې په برید کې د ملي اردو دوه سرتېري او دوه عام وګړي وژل شوي.
نوموړي زیاتوي، چې په برید کې دوه وېشت تنه نور ټپيان شوي. همداراز د سرتېرو لېږدونکی قراردادي کاسټر موټر هم په بشپړه توګه له تخریب شوی دی.
ښاغلي عظیمي دا نه دي ویلي چې په ټپیانو کې هم ملکیان شته کنه او دا یې هم نه ده روښانه کړې، چې ایا په وژل شویو یا ټپیانو کې رښتیا هم یوه مېرمن شامله ده، لکه څرنګه چې يې ځینو رسنیو ادعا کړې.
د یادونې وړ ده ،چې دغه چاودنه کابل ښار کې تر یوې بلې چاودنې دوولس ساعته وروسته شوې ده.
طالبانو د ۲۰۱۴ کال په را رسېدا سره د مرګونیو بریدونو او خونړیو جګړو ګواښ کړی.
د شنونکیو له انده، د طالبانو سږني ګواښونه خورا جدي ښکاري، د دوی د هېواد د یو شمېر ښارونو سربېره په  اطرافو کې هم د نورو ژمیو په خلاف خورا فعال او په خپلو فعالیتونو بوخت دي.
د هېرې نه ده چې تېره اونۍ په هېواد کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یوه جګپوړي مشر مارک میلي هم د طالبانو له لوري د خونړیو حملو او چاودنو اټکل رښتیا بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x