افغانستان

په بغلان کې په بمباريو کې کورونه ویجاړ شوي دي – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): په بغلان ولایت کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډو بمباریو کې د ولسي وګړو کورونه ویجاړ شوي.

په یوه تازه خپره شوې ویډیو کې هغه کورونه ښودل شوي چې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان- نو اباد په سیمه کې د بهرنیانو او افغاني ځواکونو په الوتکو باندي بمبار شوی او کورونه ویجاړ شوي دي.

په راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی خو خبریال وايي چې په یوه نړېدلي کور کې شل میږي تر خاورو لاندي شوي او همداسي ښکاري چې یو شمېر نور حیوانان پر ځمکه په خرابو کې مړه پراته دي.

باید وویل شي چې په جګړو کې عموما د دولتي ځواکونو له لوري بمبارۍ، هاوانونه او د لویو توپونو ډزي کیږي چې له امله یې د ملګرو ملتونو او نورو بشري سازمانونو په وینا زیات ملکي تلفات اوړي.

د ملګرو ملتونو د یوناما د حقوق بشر ادارې د ملکي تلفاتو د تېر کال په راپور کې دولتي ځواکونو ته ۲۴ سلنه ملکي تلفات منسوب کړي وه چې اکثره یې د هاوانونو، توپونو او هوايي بمباریو له وجي را منځته شوي وه.

د حقوق بشر ادارې په خپل راپور کې دولتي ځواکونو ته توصیه کړې وه چې په ملکي ساحو کې د جګړې پر مهال د هاوان، توپ او هوايي بمبار څخه استفاده ونه کړي.

https://youtu.be/U3JXRfQSY_U

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x