افغانستان

کندهار: د ملي اردو عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): تېره شپه ناوخته د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو او ملي اردو عسکرو تر منځ جګړه را منځته شوې چې له امله یې سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته ویلي چې د خاکریز ولسوالۍ اړوند د ټېک په نامه سیمه کې تېره شپه د ملي اردو او طالبانو تر منځ جګړه را منځته شوه چې له امله یې د ملي اردو ۳ عسکر ووژل شول او ۵ نور ټپیان شول.

نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. خو طالبانو تر اوسه ددې پيښې په اړه راپور نه دی ورکړی.

بلخوا یو شمېر نورو سرچینو د تیرې شپې په جګړه کې د ملي اردو د ۱۶ تنو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x