د ښرنې ادبي بهير درې پنځوسمه غونډه وشوه

راپور: محمد اقبال مزل
دښرني ادبي بهیر له معمول سره سم خپله ۵۳ غونډه دجمعې مبارکي په ورځ چې دروان کال دحمل دمیاشتي له دریمي نېټې سره برابره وه, ترسره کړه داچي یو خوا دنوي کال رخصتي وه, اوبل خوا دهوا دخرابوالي له امله ډیری ملګري نه وه راغلي.

نو دډیروملګرو په نه شتون سره دتدریس برخه هم ترسره نه شوه, خو بیا هم مشاعره پاتي نه شوه او دورځي په یوولسو بجو دجواد مصباح لخوا چي ددریځ چاري ورله غاړي شوې وې, اغاصاحب سید رحیم الله حسني ته بلنه ورکړه ترڅو مشاعره دقران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل کړي.

وروسته محب الله پتیال دریځ ته وغوښتل شوه چي دتیري غونډي راپور ولولي پتیال هم په خورا شکلي انداز سره راپورولوست, او ددریځ وال له خوا په ګډونوالو باندي غږ وشو چي که څوک پر راپور باندي څه ویل غواړي کولای شي لومړی شاکر لاس اوچت کړ او وویې ویل چي په تیره غونډه کي دکره کتني په برخه کې بلا خبري شوې وې چي پدې راپور کي په خلوص ډول نه وې لیکل شوې اوپه کار ده چي دکره کتني دبرخي ټولي خبري په خلاصه ډول راواخیستل شي ترڅونوي ګډونوال دتیرې غونډي له پوره جریان څخه خبر شي.

عبدالجبار شهاب هم دشا کر خبره وکړه او وویې ویل چي که لیږ څه خلوص شي ښه به وي, ډیری نورو ګډونوالو ددوۍ خبري دسرپه خوځه ولو تایید کړې وروسته سیدالرحیم الله حسني وویل چي دپتیال پدې راپور کي دتیر په پرتله نیمګړتیاوي زیاتي لیدل کېدې باید داراپور یې له تیر راپور نه ښه وای خو برعکس.

مزل هم دحسني خبره تایید کړه او ویې ویل چي یواځي په راپور نه بلکي په هر کار دلومړي ځل په پرتله دوهم وار ښه وي تنها هم په خپل مثبت نظر سره دپتیال راپورښه وبالۀ, دوخت دکمښت له امله ازاده مشاعره پیل شوه ټولو ګډونوالو په خپل وار سره کوم څه چي چمتو کړي وه وویل خو ګلزار تنها په خواږه ترنم ونازولو بل خوا حسني په خوږ غږسره دخیال په زانګو کې وزنګولو, وار دمشاعرې مشر مېلمه عبدالجبار شهاب ته ورسید- چي ننۍ غونډه و ارزوي شهاب په خپلو مثبتو او تشویقانه الفاظو سره غونډه و ارزوله خو دارزوني سره سره یې هراړخیزي خبري هم وکړې, چي مونږ اوتاسوباید دمشاعرو ترڅنګ ځوانانوته اسلامي فکري بدلون هم ورکړو ځکه فکري بدلون دټولني او اهیواد دپرمختګ لامل کیږي په اخیرکې دورځي په یوه بجه مشاعره دګلزار تنها له خوا ددعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

هیره دي نه وي چي دراتلو نکي غونډي لپاره ددریځ چاري نورخان نیازی ته وروسپارل شوې اودرس به دسیدالرحیم الله حسني لخوا وړاندي کیږي چي موضوع يې (شعر داسلا م له نظره) ده.