fbpx

پلار «لنډه کيسه»

حسن خان احسان

یې بې وسـه وو،سوال یې نه خوښېده ټول عمـر یې دبل په مزدورۍ کې تېر کړ خواریکښ انسان ؤ، روژه یې په خوله وه سهار به له کوره ووت ماښام به کور ته راتله، خو یوه یې نه دوه کېده، دپلار غریبۍ او ستړې ورځې د اجمل ژوند هم تریخ کړی ؤ، بې تڼیو ړستوني، بوني مخ او شکېدلو چوټو په ښوونځي کې ټولګیوالو ته ډېر زهيراوه.

د اجمل دپښـو څپلیو نیم تلي نه وو کله به چې شپه شوه نو د پښو له نیمه تلیو اغزي باسل، دغه حالت سخت ځواروۀ، یوه
ورځ سهار مهال پلار ولید چې کار ته روان دی نو غږ یې ورباندې وکړ: پلاره!

پلار یې چې د دروازې لاستی رانیولی ؤ ودریده او مخ راتاو کړ: ها زویه!

ــــ پلار جانه! نن خو د روژې مبارکې شلمه ورځ ده شاید خلکو به ذکات او خیر خیرات درکړي وي نو چې مازدیکر کور ته راځې ماته به یوه جوړه څپلۍ هم راوړې، د ټولګیوالو له پیغورونو او خنداګانو ستړی شوی یم، د اختر لپاره یې نه غواړم خو ښوونځي لپاره یې راته راوړه!

پلار یې راوګرځید د زوی مخې ته کیناست، په ټنډه یې مچه کړ، سترګو کې یې اوښکې ډنډ شوې په رپیدلیو شونډو یې وویل: زما زویکه! لا خو چا څه نه دي راکړي، خورکۍ د هم یبلې او له اغزو ډکې پښې ګرځي، ته نن ښوونځي ته لاړ شه که ماته څه په لاس راغلل لومړی به تاسې ته څپلۍ رواړم،سمه ده؟

د اجمل ټنډه ټوله شوه سترګو کې یې اوښکې وځلیدې، کتابونه یې په شنه دسمال کې وتړل او په چوپ خوله له پلاره مخکې په دروازه ووت.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د