شپون صاحب! د لېوه خوا مه نيسه!!!

راشد

يوه شپه مې په کور کې د شپون (شين ټاغی) کوت.. ناوخته وه.. ما به په زوره زوره خندل.. د کور خلک ويده وو.. څو ورارې به را پورته شول.. ما به خندا بس کړه.. بيا به چې لږ وړاندې لاړم.. شپون صيب به بله نادره وکړه.. د خندا غږ به ورسره پورته شو.. آخر يوه بجه شوه.. د شپون صاحب نادرې نه ختمېدې.. او نه د خوب خوند د مجلس په خوند غالبېدو.. بالآخره د کوټې خلک اړ شول او په غوسه غوسه بلې خونې ته کډه شول..

ډېره خندا هغه ليوني راوسته چې : د باميانو تخيلي بادشاه وو .. خو دومره ليونی چې په ناستو خلکو به يې له پاسه دارې کولې.. شپون صاحب د ټوکي وردګ په څېر د لېونيانو  په ژبه خبرې کوي.. خو په اخر کې کار باسي..

له مودو وروسته مې  په (تاند) کې شپون پيدا کړو.. زه خو په همغې تمه وم.. چې دی به اوس هم .. ډاکټر محب وي.. د انګرېزانو امريکايانو کوم کيمپ ته به د شطرنج په بهانه ور ننووځي .. له هغه ځای نه به مجاهدينو ته سلاګانې واخلي.. یا به له ملا شلخی سره په پلازمېنه کې ګرځي او رازونه به ټولوي..

خو شپون صاحب لږ لږ بدل ښکاري.. خدايزده چې ولې.. خو ډېر بدل نده.. داسې ده لکه د شاتو د کاسې په کوم کونج کې چې اچار را ښکاره شي..

خیر ځوانان او دغه د ډغرو مينان ورسره بلد دي.. دغه اچارونه ایسته کوي.. او د ده په شهدو ور ګډ وي..

شپون اوس هم نادرې کوي.. اوس هم په خندا خندا سړی حقايقو ته رسوي..

دا څو خبرو يي خوند راکو: د اور پرتوګ تر عنوان لاندې وايي: ( زه ورته د مولوي خالص له دې خبرداري سره خوشبینه وم چې ویل یې حکمتیار  د اور پرتوګ دی، چې اغوندې یې سغۍ دې سیزي که نه یې اعوندې شرم دې ښکاري.

زه یې کابل ته په راتګ هم خپه وم هم خوشاله. بس هیاهو وه چې ارګ کې ځای ورته فرش کړي او که پغمان کې د یو بل منګور، سیاف د سوړې څنګ کې.

زما بو سوفي ورور دی چې ویل یې: تر آخره به کار سم وي، خو چې کارونه سم شي نو حکمتیار به په داسې یوه کم اصل خره سپور راروان شي چې عاقبت به یې په کنده کړي راخلاص. بیا به سل او یو نور شرطو نه  درلمبر کا )

بل ځای د (ښه به يې شل کې ) تر عنوان لاندې  وايي:(زه جنت ته راغلم، خو لاس مې تور سپي څټلی و، هیڅ کار نه سمېږي. اختر هلته سنګک شو (يعنې کلک ودرېدو وړاندې نه راځي) . اشرف غني ستن خوړلی کله لر درومي کله بر، مقصد په ارګ کې نه ټینګیږي.

ما ویل خپل خوروړي ورانکاري به یي ګسه کړي، یا  لږ تر لږه تړلي وي خو ټول، یو نه بلکه ټول مست ګرځي، لایې لکه چینجي کوڼي اچولي. دا ځل د نوو نیښونو سره، فاکولته، ډاکټري او ما سټرۍ سره. د ملا بورامودین (برهان الدين رباني ښيي) ځای ناستی اوس ډاکټردی، ښه به سوله راولي، ښه به یې راولي!!!.)

دا خبرې يې سمې وي.. خو يو ځای د (شعر ترجمه ) کې .. دا خبره کړې چې د فدايانو په راز نه پوهېږم.. او کوم شاعر چې دا حماسه بولي هغه ته هم په قار ده ..

خو شپون صاحب کاشکې دلته په خوګيانو یا پېښور کې وی، دی خو په مسکو (واشنټن ) کې دی.. يا ملا وی چې مونږ دلائل ورته ايښی وی.. نو دی اديب ده په پښتو به ورته وګړېږو..

شپون صاحب لدې نه ګيله من ده چې فدايي بېرته نه راځي.. بېرته نه راتلل خو د لا شهامت او غيرت نښه ده .. په اصحابو کرامو کې هغه صحابي ډېر ستايل شوی..  چې د توري تيکي يې مات کړ او د لاس کجورې يې وغورځولې.. او په دښمن ور ننووت تردې چې شهيد شو.. غبار په خپل مسير کې د انګليسانو د يرغل په مقابل کې د افغانانو د پاڅون کيسې کوي.. تر ټولو زيات يې د کابل د عاشقانو عارفانو په کلي کې  د زهرا خاوند عبدلله ستايلی: چې د واده په سهار، له غازيانو سره وتلی.. او چې مازديګر يې د کلی غازيانو له جنګ نه را ستانه شوي نو عبدالله ورسره نشته .. شهيد شوی.. زهرا ورځي.. د نکريزو ګوته يې ښکلوي.. ورته وايي چې: تا د وطن لپاره ځان قربان کړو .. زه به ستا په وفا کې تر مرګه ناسته.. او ستا د کونډې مور خدمت به کوم..

بله داچې اوس خو اکثره فدايان تهاجمي بريدونه کوي.. چې ډېر يې له بريد نه ژوندي را اوځي.. د موټر بم والا خو يو، يو، وي..

او د اسلامي نړۍ ټولو سترو عالمانو د استشهاد د جواز فتوا هم ورکړې ده ..

او شپون صاحب خو اوس بېغمه په واشنګټن کې ناست ده .. کله کله هم د سالنګ په واورين تونل نه اوړي.. او نه کندوز ته ځي.. کنه نو د ملا عبدالسلام د شهادت کيسه به يې ليدلې وه.. چې څنګه ډرون والا ناڅاپه له پاسه اوويشت او شهيد يې کړو..

د داسې ناورينونو د انتقام په تکل له مجاهدينو سره همدا يوه لاره ده .. چې د باروتو ډک.. موټر روان او د امريکايانو يا د دوی د انډيوالانو په مخکې يې پرې انفجار او چکني يې کړي..

دغه مهال نو ايله د سړي زړه پرې يخ شي.. نور نو شپون صاحب ستا خوښه ده .. دلته خو له مجاهدينو سره بله لاره نشته .. همدغه يوه لاره ده ..

دا د ګوليو یا نشو کار ندی.. کنه نو ستا د واشنګټن کليوالانو خو به خپل ځان، ملا برامودين او نورو انډيوالانو ته ډېر مخکې جوړې کړې وې.. دا د يوه ويښ بهير، هغه ويښه او ايماني څپه ده چې مدينې نه را الوتې، په معصومه زړونو کې يې ځاله جوړه.. او تدريب يې د پښتنيو سيمو : غرونو او صحراګانو کې زده کېږي..

راشد

۸ حمل ۱۳۹۶هـ ش

۲۹ جمادی ثانی ۱۴۳۸هـ ق