افغانستان

د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په غبرګو چاودنو کې یو ماشوم وژل شوی او اته نور ملکیان ژوبل دي

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د چاودنو له کبله یو ملکي وګړی وژل شوی او شپږ نور ژوبل دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیاء عبدالزی وايي، چې چاودنه د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

د عبدالزي په وینا، په لومړۍ چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ نور موټر کې سپاره کسان ټپيان شوي او زیاتوي چې په دوهمه چاودنه کې هم دوه نور کسان ژوبل شوي.
د ټپيانو د روغتایي حالت او د پېښي بې پرې جزیات لا هم نه دي په ډاګه شوي او تر دې مهاله یې هېچا پړه پر غاړه نه ده اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x