د بشیر احمد ریان د شهادت لومړی تلین

خالد افغان زوی

تېر کال په همدې ورځ ( د حمل د میاشتې په اتمه نیټه) رسنیو راپور وکړ چې د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د څلورم کال محصل، وتلی لیکوال او ژباړن بشیراحمد ریان د کندهار د بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې مړ موندل شوی دی.

بشير احمد ریان له دې نیټې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د کندهار پوهنتون له دروازې څخه د کندهار د ملي امنیت چارواکو له ځان سره وړی و.تر دې چې وروسته یې بې روحه جسد په داسې حال کې وموندل شو چې په بدن یې د شکنجو او تعذیب اثرات څرګند ول.

بشیر احمد ریان چې د هیواد یو ځوان استعداد و او له هیڅ سیاسي اړخ سره یې اورګانیک تړاو نه درلود بلکې د خپلو زده کړو په بشپړولو بوخت و، په داسې بې رحمۍ وژل کیدو یې د ټولنې عمومي عاطفې ته ټکان ورکړ او په هر زړه یې دردوونکی اغیز پرېښود. د نوموړي ویر په خواله رسنیو، ویب پاڼو او غونډو کې په کمساري ډول بدرګه شو او د قاتلانو د نیولو او مجازات لپاره یې له هرې خوا غږونه پورته شول.

د بشیر احمد ریان قاتل کوم ورک او ناپیژوندویه څوک نه و، بلکې د لمر په شان ښکاره او پیژندل شوی و.د کندهار هغه امنیتي مسؤلان چې د استخباراتي قتلونو اوږده سابقه لري. هغوی چې د کندهار بې وسه اوسیدونکي د بیلابیل تورونو له مخې موټرو ته پورته کوي، نامعلومو توقیف خانو ته یې وړي، په سختو شکنجو یې تعذیبوي او بیا یې پرته له محاکمې وژني او مړي یې په دښتو غورځوي.

په کندهار کې د وژنو دا لړۍ لا هم روانه ده. لا هم د مرګ مافیا ددې ښار د اوسیدونکو ویني ځبیښي او کندهاریان هره ورځ د خپلو معصومو زلموټو بې روحه اجساد تر لاسه کوي.په کندهار کې که د کوم بهرني ملک څو تنه اتباع (اماراتي دیپلوماتان) د یوې مرموزې پیښې په ترڅ کې وژل کیږي نو د حقیقت موندنې لپاره یې په میاشتو میاشتو څیړنې کیږي.بهرني څارنوالان او محققین یې د څیړلو لپاره راځي او رسنۍ ورباندې میاشتې میاشتې تبصرې کوي. مګر دلته زموږ د خپلو هیوادوالو وینه دومره بې ارزښته ده چې هره ورځ د بشیر احمد ریان خوندې روښانه ځوانان پرته له محاکمې وژل کیږي. خو نه یې څوک دپوښتنې او پلټنې شته او نه یې هم رسنۍ خبر اخلي.

دا دی یو کال پوره شو. خو د مظلوم بشیر اروا لا هم په هیله ده. هغه د حال په ژبه له افغان اولس همدا پوښتي چې: آخر زه مو په کومه ګناه ووژلم؟ زما قاتل څوک دی؟ زما مظلومیت مو ولې هیر کړ؟ آیا تاسو له دې نه ویریږئ چې د یوه بې ګناه انسان قتل د الله تعالی عرش په لړزه راولي؟ آیا د الله تعالی له قهر او غضب ویره نلرئ؟ او بالاخره په داسې حال چې دغسې ظالمانه او بې پوښتنې قتلونه روان وي په کومه خوله له الله تعالی څخه د رحم او سولې غوښتنه کوئ؟؟؟؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵۳﴾ ووایه اۍ زمابنده ګانو کمو چه زیاتۍ وکړۍ پرخپلو ځانوباندی مه ناامیده کیږۍ درحمت نه دالله بیشکه الله معاف کوی ګناهونه ټول بیشکه الله بخښونکۍ ډیر رحم کونکۍ مهربان دۍ (۵۳) وَأَنِيبُوا إِلَى رَبِّكُمْ وَأَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ﴿۵۴﴾ اورجوع وکړۍ دخپل رب طرف ته اوحکم منۍ د ده وړاندی له دینه چه راسی پر تاسو عذاب بیابه مد دنسی کیدای ستاسوسره (۵۴) وَاتَّبِعُوا أَحْسَنَ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ مِنْ قَبْلِ… نور لوستل »