نړۍ

د روسیې وزارت دفاع: ناټو دي په افغانستان کې خپله ماتې پر مونږ نه تاوانوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): د روسیې دفاع وزارت د ناټو د یوه جګپوړي مشر د هغې وینا په جواب کې چې ګواکي روسیه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي ویلي، ددې پر ځای چې ناټو او امریکا د روسیې د نوم څخه په استفادې په افغانستان کې خپله ناکامي پټه کړي، ناټو دي د طالبانو پر ضد د عملیاتو په پلان جوړولو کې لږ نور وخت مصرف کړي تر څو ښه کامیابه جګړییزه ستراتیژي جوړه کړي.

د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې هغه خبرونه رد شوي چې ګواکي دغه هیواد دي د طالبانو په شمول د نړۍ په سطحه یوه «تروریستي» ګروپ ته هم وسله ورکوي.

روسي رسنیو د روسیې د دفاع وزارت د رسمي ویاند کوناشینکوف په حواله ویلي چې د ملګرو ملتونو له لوري تور لیست شوي تنظیمونو سره روسیه هیڅ ارتباط نه لري، په ځانګړي ډول کله هم دغه سي تنظیمونو ته وسلې نه ورکوي.

نوموړي ویلي چې په دې کې یوازي طالبان نه دي شامل، بلکې په مجموع کې ټول هغه وسلوال «تروریستي» ګروپونه شامل دي چې د امریکا متحده ایالات یې پر وړاندي جنګیږي.

باید وویل شي چې په اروپا کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاباروتي څو ورځي وړاندي تور پوري کړی وو چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو سره د وسلو کومک کوي، خو د روسیې چارواکي وايي چې د طالبانو سره یې اړیکې یوازي ددې لپاره دي چې هغوی د کابل حکومت سره د سولې خبرو ته اماده کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

که د غیرت او بی غیرتۍ یا غچ اخستنی فارمول او معادلی ته وګورو : په کار خو دا وه چه روسانو له امریکایانو خپل غچه په هماغه هیواد کی اخستی وی چه پرون د دوی د اشغال لاندی وو او امریکایانو دپرونی مجاهدینو هر اړخیز مالی او نظامی ملاتړ کولوو ، په هماغه هیواد کی چه د امریکایانو د اشغال لاندی دی په مقابل کی یی د طالبانو په نامه نوی مجاهدین جنګیږی روسانو د دی په ځای چه د نوو مجاهدینو سره یی د غج اخستنی په خاطر مرسته کولی ویی نه کړه حتی د هماغه پرونی دشمنانو… نور لوستل »

محمد حذیفه

واقعا هم همداسی ده افغان صاحب مسلمان باید له کافر نه د ګټی اخیستلو په وخت ډیر محتاط واوسی چی ترڅو پوری یی د امام ابوحنیفه(رح) په قول پدی یقین نه وی راغلی چی لکه ښکاری سپی یی دهغسی د خپل هدف لپاره استعمالوی تر هغو باید دا کار ونه کړی او هم عین دهغه شان پالیسی باید اوسنی جهادی مقاومت د ایران دمنافق او شیطان دولت په وړاندی هم خپله کړی

احمد

محمد حذیفه صاحب نوم خو دی په لویه ګوټه کی نه ځآیږی یعنی د مسلمان نمایی د پاره دی د کوم معتبر صحابی نوم به ځان ایښی مګر تبصری دی یا له سره تر اخره د کفر او دوه مخو په ګټه وی ، نوری تبصری دی هم ګورم او دی تبصری کی دی هم اخره کی ناولتیا کړی . ستاسی ځینی خو د بادارانو به خوله پاکستان یادوی ستاسی په شان کوم یو که پیدا شی چه جهادی مقاومت دی د ایران په شیعه ګانو ورتپلی ، که شیعه ګان هم د مسلمانانو به شا ودریږی بیا هم زمونږ… نور لوستل »

ممتاز خان

کله چه مونګ او تاسو د همدی امریکا او نورو کفری هیوادونه د روسانو په زد صلاح مهمات او پیسو مو اخیستی تاسو چیری وی چه اوس دا خبره کوی چه مسلمان باید د کفارو نه د ګټی اخیستلو په وخت کی مهتات اووسی- خدای ته ورتګ لرو رازی چه رښتیا ووایو ایا زمونګ ګران هیواد د همدی مسلمان ګاوندی هیدوادو له خوا ۱۰۰ فیصده غصب شوی نه وه- که کرزای نه وای راغلی نو سه به کیده- د افغانانو نوم او نشان هویت عزت ابرو له منزه تللی وه- افغان پیغلی او کوندی د پاکستان ږږږږ نه بی عزد… نور لوستل »

احمد

ښه ، سمه ده ، ممتاز خان او حدیفه صاحبانو که ستاسی ومنو چه کرزی صاحب زمونږ میرمنی له پاکستان وژغورلی ، مګر د نړی د ۴۹ کفری لنډغرو سره یی غاړه په غړۍ نه کړی ؟ که ومنو چه پاکستانو دا کار کړی وی خو د سیاف، ربانی ، جکمتیار او د هغو په نورو لوړپوړو پلویانو به تر سره شوی ( که شوی ) هغه هم په غلا . ولی نن صبا چه د همدغو سیافانو او ایزمیانو لوړپوړو چارواکو کورونه ، دفتری د همدغو کفارو له خوا نه ساتل کیږی چه لمړی متفکر (کرزی ) یی له… نور لوستل »

محمد حذیفه

احمد خانه ته لکه چی همیشه ګولی له پاکټ سره خوری چی داسی اوتی بوتی دی ویشتی زما په تبصره کښی خو داسی څه نه لیدل کیږی چی ما دی له غلامی اداری او یا کرزی نه دفاع کړی وی که وی نو راوښیه چیری دی خو برعکس تا خپله پخپلو تبصرو کښی لکه ماشوم اوتی بوتی لیکلی او دتخریب منافقانه هڅه دی کړی ده غواړی چی زه هم لکه ستا په ډول ماشومانه او جاهلانه عکس العمل وښیم داچی زما تبصری ولی پرتا بدی لګیدلی نو پدی هم ته پوهیږی او هم زه نو بنا توضیح ته یی ضرورت… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x