افغانستان

طالبان وایی په شاولیکوټ او خاکریز کې ۳ پوستې نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه ناوخته ددوی ځواکونو د کندهار ولایت په شاولیکوټ او خاکریز ولسوالۍ کې درې پوستې ونیولې او زیات شمېر عسکر په جګړه کې ووژل شول.

نوموړي ویلي چې تېره شپه ددوی ځواکونو د خاکریز ولسوالۍ د اروغ په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر دوه امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په کښي سپکې او درنې وسلې وکارول شوې او په پایله کې دواړه پوستې ونیول شوې.
نوموړي ویلي چې یوه پوسته د اربکیانو او بله د دولتي عسکرو وه چې په کښي ۱۵ تنه عسکر او ۶ اربکیان ووژل شول.

نوموړي د یو توپ غنیمت کولو تر څنګ د یوې دهشکې، ۵ ثقیلان، ۲ هاوانونه، ۱۳ کارمولي ټوپکونه، جي پي ایس او په زرګونو مرمۍ او مهماتو نیولو خبر ورکړ.

احمدي همداراز وویل چې د شاولیکوټ په چینار سیمه کې هم د اربکیانو یوه پوسته د طالبانو په برید کې ونیول شوه چې دوه اربکیان په کښي وژل شوي او وسلې یې غنیمت شوي دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته د ملي اردو د ۳ تنو عسکرو د وژل کېدو او پنځه نورو د ټپي کېدو خبر منلی وو.

نوموړي ویلي وه چې طالبانو ته هم په دغه جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې خو له ده سره یې دقیق معلومات نشته، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د نوموړي خبره رد کړې او ویلي چې ددوی جنګیالیو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

بلخوا یوې امنیتي سرچینې د پژواک خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د تیرې شپې په جګړه کې ۱۶ تنه عسکر مړه او ۴ نور ټپیان شول.

بل خوا د پولیسو ویاند ضیا دراني هم د پيښي د تایید تر څنګ ویلي چې په جګړه کې ۱۶ عسکر او ۲۰ طالبان ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x