ټولنیزه برخه

ارواڅه ده؟ شپږمه برخه

اروا او حواس

    له پورته خبرو پوه شوو چې اروا د پنځو حواسو محسوساتو ته يووالى ورکوي او د دغو ټولو حواسو نظم او بيايې په وړاندې عکس العمل د اروا دروني فعاليت دى. اروا له باندينۍ نړۍ نه د همدې حواسو په مټ درک کوي؛ که څه هم مخکې له دې چې اراو په ډانچه ننوځي، په اروايي نړۍ کې اروا هيڅ کوم حس ته اړتيانه لرله. مګر دا چې په ماده وپوښل شوه، نو له مادي نړۍ سره د اړيکو لپاره يې حواسو ته اړتيا پيدا شوه او د دغې اړتيا د پوره کېدو له پاره پنځه حسونه چې هريو يې د ډانچې د غړيو په مرسته کار پرمخ بيايي کار اخلي. بې له دې حواسو اروا له باندينۍ نړۍ ځکه نه شي خبرېداى چې په ډانچه (ماده) کې نغښتې ده.

    مګر پر دې سربېره بيا هم زموږ نږدې ټول عالمان دغه خبره کوي، چې پر حواسو باندې بسنه مه کوئ، چې پکې حضرت امام محمد غزالي رحمه الله هم دى؛ دوى په دې ټينګارکوي چې حقايق هغه څه نه دي چې موږ يې ظاهره ګورو، بلکې حقايق ډېر ژور او پټ دي. ريښتيا هم انسان بايد سرسرې پرېکړه ونه کړي؛ خو پر هغه سربېره له حواسو چورلټ منکرېدل هم سم ځکه نه دي چې دغه حواس د ډانچې د ننه څخه له باندينۍ نړۍ سره د اروا دروازې دي.

خو دغه دروازې کله کله پر بله لاره پرانېستل شي او هغه څه چې لکه څنګه چې بايد وى، موږ نه دي پېژندلي، د دغسې شيانو د پېژندلو، د علم د حاصلولو او د حقايقو د واقعې پېژندنې لپاره بايد له دغو پنځو حواسو سره اروايي اړيکې کلکې وتړل شي. پر دې معنا چې د دغو حواسو په مټ راټول شوي معلومات بايد تر اروايې کتنې لاندې ونيول شي چې اصلي ماهيت يې روښانه شي.

    د حواسو په اړه امام محمدغزالي رحمه الله داهم وايي چې: کله انسان په خوب کې وي، نو په خو ب کې يې ټول حواس کارکوي، هغه څه چې دى يې احساسوي په خوب کې پوره په دې باوري وي، چې ريښتيا دي؛ مګر کله چې ويښ شي، پوهېږي چې دغه هرڅه خوب وو او حقيقت يې نه درلود.

    وړاندې وايي: ځکه خوموږ بايدپردې شک وکړو، چې کېداى شي دغه په ويښه محسوسات مو چې د خوب په وړاندې حقيقت ښکاري، له عقله او حواسو پورته د نورو قواوو په وړاندې لکه خوب داسې وي، او چې کله موږ هغه ځاى ته ورسېدو، چې دغه اوسنى حالت راته خوب ښکاره شي، ښايي هغه مرګ وي. مرحوم محمدنادر ايوبي رحمه الله وايي: د امام غزالي دغه خبره د حضرت محمد صلى الله عليه واله وسلم له هغه حديث څخه اخېستل شوې ده، چې فرمايي: خلک ويده دي، چې مړه شي، ويښ به شي.

    په کلي کې مې له وروڼو سره بوټو(ترخو) ته لاړم، د بوټو د راشکولو آلې مو راسره واخېستلې، له کلي لري په يوه ميدان کې بوټي ښکاره شول، يوه ورور مې ورته وويل:
هغه دومره ډېر بوټي دي، ځئ  چې ورشو، بار پکې پوره کېږي.
بل ورورمې په ډاډ ځواب ورکړ:
نه هسې ښکاري دغسې، لږ دي بار نه پکې پوره کېږي.
    دغه (دغسې ښکارېدنه) يواځې ښکارېدنه وه، پر دغې ښکارېدنې باندې فکري کارنه و شوى، دغه د لېدلو پر حس بې باوري وه چې موږ ته يې لږ بوټي ډېر ښکاره کول. په علمي مسايلوکې هم همداسې، بايد هره خبره په فکر و ارزول شي.

    رومي فيلسوف سن توما س وايي: له حواسو ټول معلومات په لاس راځي، خو دغه معلومات پر تشه لوحه کومه اغېزه نه کوي، بلکې دغه ټول معلومات د حواسو په ګډ مرکز کې جذبېږي.او دغه مرکز د فکر غوندې د اغېزو او مدرکاتو د يو ځاى کولو دنده لري.

    يونانى فيلسوف دمکريتوس په دې باور دى چې زموږ حواس له باندنۍ نړۍ موږ خبروي خوپه دغو حواسو کې تجزيه زموږ د ادراکي عمليې کار دى، دى وايي: موږ خوږ، تريخ، سوړ، تود او…حس کوو، دغه خوږوالى، تريخوالى، سوړوالى، تودوالى او… په محسوساتو کې نشته؛ بلکې موږ يو چې په هغوى کې مو ددې ځانګړنو په شتون هوکړه کړې. دى وايي: که غوږ نه واى، غږ به نه وو.
    دمکريتوس وايي:اصلاً موږ په هيڅ شي نه پوهېږو، هغه څه چې موږ ورته پوهه وايو،له باندينۍ نړۍ زموږ په حواسو يوډول اغېز دى. کنه حقيقت ډېر ژور دى پرهغه تراوسه موږ نه يو پوهېدلي.دى وايي د انسان حس له باندينۍ نړۍ د اټومونو د اغېز يوډول دى، او ټول حسونه زموږ د لامسې د حس ډولونه دي.

    ځکه خو دى وايي چې انسان بايد په دې تمه نه شي چې له باندينۍ نړۍ خوښي پيداکړي، دى کولاى شي په خپل ځان کې خوښي ولټوي او آن باندينۍ نړۍ ته هم خوښي ورکړي.

    ابونصرفارابي په ((فصوص)) کې وايي چې: نړۍ ته هر راتلونکى انسان خپل عقل لري، خو دغه عقل بالقوه وي او هغه وخت پر بالفعل عقل بدلېږي، چې محسوسات درک کړي؛ دى پر دې باور دى چې دغه درک انسان په خپله نشي کولاى بلکې له لوړ عالم څخه ورته نازلېږي.

    ايمانويل کانټ بيا وايي چې يواځې په تجربه حقايق نه معلومېږي، ځکه تجربه موږ ته يواځې دا راښيي چې داسې ده، خوموږ د هغو معلوماتو تږي يو، چې بايد داسې وي. او دغسې معلومات په تجربه نه حاصلېږي. دى وايي عقل هغه څه غواړي چې په تجربې سره هڅېږي خو قانع کېږي نه .

    کانت پر دې باور دى چې له حواسو راټول شوي محسوسات يو قدرت پر مدرکاتو بدلوي او هر محسوس په دې نه ارزي چې ادراک يې وشي؛ بلکې هغه څه چې ورته اړتيا احساسېږي پر مدرکاتو بدلېږي. په دې اړه کانت عجبه ښه مثال راوړي، دى وايي: کله چې يوه مور له خپل ماشوم سره ويده وي، کېداى شي ډېر غږونه واوري خو هغه غږونه د هغې په مدرکه قوه کې په ادراک نه بدلېږي، خو که يې زوى وژاړي، سمدستې يې غږ په هماغه قوه کې په ادراک بدلېږي، او را ويښېږي.

    انګليسي فيلسوف سپنسر د تعقل او ادرا ک په اړه وايي چې : لومړنى انسان  بې تعقله او ادراکه نړۍ ته راغى.دغه دواړه توکي يې په تجربې پيداکړل، اوپښت پر پښت يې پرېښودل،اوس نړۍ ته هرنوى راغلى ماشوم د بالقوه تعقل او درک لرونکى وي،چې په تجربې سره پر بالفعل عقل او ادراک بدلېږي. دى وايي په حيواناتوکې دغه توکي نشته او نه هم هغوى په تجربې د دغو توکيو خاوندان کېداى شي، ځکه خو پښت پر پښت همداسې بې ادراکه روان دي.سپنسر دغه نظر لري چې حيوانات تجربه نه شي کولاى، خو که تصادفي له کومې پېښې سره مخ شي، هغه د بيا له پاره په ياد نه شي ساتلاى چې ورسره په بيا مخ کېدو له لومړي عکس العمله بدل او د ځان په ګټه عکس العمل وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x