افغانستان

د هلمند په ګرمسېر کې ۱۱ تنه پولیس د طالبانو سره یو ځای شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): خبري سرچینې وايي چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې یولس تنه پولیس د دولت له لیکو وتلي او د طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې خبر په تایید ویلي چې یاد پولیس د حقایقو له درک کولو وروسته د دوی سره یو ځای شول.

باید وویل شي چې وخت ناوخته دولت او طالبان داسي راپورونه ورکوي چې ګواکې یو د بل پلویان دي مخالف اړخ ته اوښتې وي خو یو شمېر کارپوهان د دولت پر هغو ادعاو شک څرګندوني چې وخت ناوخته د طالبانو د تسلمېدو ادعاوي کوي او وايي چې په دولتي ادارو کې د اداري فساد له امله اکثره د تسلیم شویو طالبانو په نامه چارواکي پیسې له دولته راباسي او څه موده وروسته تسلیم شوي طالبان بیرته لا درکه کیږي.

بلخوا طالبانو ته د تسلیم شویو عسکرو په اړه ویل کیږي چې هغوی وروسته تر هغو خپلې وسلې طالبانو ته سپاري کله چې د تیښتې او ځان ژغورنې ټولې لارې پر وتړل شي.

د قاري یوسف احمدي له لوري د هغو کسانو نومونه هم خپاره شوي چې په وینا یې په ګرمسېر ولسوالۍ کې تسلیم شوي دي چې په لاندي ډول دي:

«محمد نبي ولد میراجان د بنادر اوسیدونکی، سخي ولد امان الله دوکیل منان سیمي اوسیدونکی، غیاث الله ولد فایند، عبدالواسع ولد چراغ علي، عبدالرؤف ولد محمد عاشق، محمداغا ولد غلام کشتیوان، نجیب الله ولد سیلمان، رحمت الله ولد میرحمزه، سیداحمد ولد عبد الصمد، دین محمد ولد نیک محمد، عبد الصمد ولد ملنګ دولسوالۍ د مرکز اوسیدونکی.»

نوموړی وايي چې دغه کسانو ورسره کلک هوډ کړئ چې بیا به د دولت لیکو ته نه ورګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x