نړۍ

امریکايي عسکر افغانستان ته له بیاځلي راتګه اندېښنه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶۶ل): هغه امریکايي عسکر چې په افغانستان کې يې پخوا د عسکرۍ نوبت تېر کړی او اوس بیاځلي دغه هیواد ته رالیږل کیږي، د کورنۍ د غړو پر نیوکو سربېره له روحي ناروغیو سره مخ دي.

د امریکا نظامي قانون په بهرنیو هیوادونو کې خپلو سمندري ځواکونو ته د عسکرۍ موده شپږ میاشتې او پلي ځواکونو ته یو کال ټاکلې، چې د دغې مودې له پوره کېدو وروسته باید خپل کور ته ستانه شي او ځای یې تازه نفسي عسکر ونیسي.

خو د (واشنګټن ټایمز) ورځپاڼې د راپور پر اساس د افغانستان شپاړس کلنه جګړه دومره وغځیده چې اوس په امریکايي پوځ کې د دې اړتیا پیښیږي چې یو سرتیری د دوهم او دریم ځل لپاره افغانستان ته د عسکري خدمت لپاره ولیږل شي.

ورځپاڼه د امریکايي پوځ د یو شمېر افسرانو له قوله لیکي چې د کورنۍ غړي يې د تګ په وړاندې خنډ ګرځي او د نیوکې په دود ترې پوښتنې کوي چې «ولې بیا افغانستان ته ځې؟».

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې ته د امریکايي ځواکونو یو قومندان (مایکل میرکاډو) ویلي چې کله یې مېرمن وپوهیده چې دی یو ځل بیا افغانستان ته لیږل کیږي نو سخت غبرګون یې وښود او په ټینګار سره یې د دې جګړې د علت او لامل پوښتنې پیل کړې چې «څه ضرورت دی چې امریکا ۱۶ کاله پرلپسې افغانستان ته پوځیان لیږي؟ ولې څه پېښه ده چې دا جګړه نه ختمیږي؟».

ورځپاڼه زیاتوي چې ګڼ شمېر امریکايي پوځيان په خپلو کورونو کې له ورته پوښتنو او نیوکو سره بار-بار مخامخ کیږي او دغه کورني جنجالونه په خپل وار د عسکرو په روحیه او مورال، کورنۍ اړیکو او ګډ ژوند باندې ناوړه اغیز پریږدي.

تېر کال د امریکايي ځواکونو یوې احصائيې ښودلې وه چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې شاوخوا سل زره عسکر لږ تر لږه ۴ نوبته افغانستان او عراق ته د پوځي دندو لپاره استول شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا، که څه هم په پوځیانو کې د نفسیاتي ناروغیو ستونزه له پخوا موجوده وه، خو د جګړې ډګر ته د عسکرو ګڼ ځلي اعزامونو د پوځ رواني ناروغیو متخصصینو ته ستړیا لا زیاته کړې او له داسې قضیو سره مخ کیږي چې تر دې مخکې يې نه وې لیدلې.

یادې ورځپاڼې د (هیلت لاین) ویب پاڼې په حواله زیاته کړې چې افغانستان ته د بیا-بیا لیږلو چارې نه یوازې په پوځیانو کې د ذهني او روحي ستونزو کچه لوړه کړې، بلکې د هغوی مېرمنې او اولادونه هم په رواني او سلوکي لحاظ د ستونزو له ګواښ سره مخامخ کړي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼه زیاتوي چې دا موضوع اوس امریکايي پوځ ته په سرخوږي بدله شوې او له همدې کبله اوس په امریکا کې د ځانګړو ورکشاپونو له لارې هڅې روانې دي تر څو د عسکرو کورنیو ته داسې لارې چارې او مهارتونه وروښيي چې څرنګه له هیواده بهر د عسکرو د بیاځلي لیږنې په صورت کې د روحي او ذهني چلنجونو سره مقابله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

له یوچا لمړی چرګه ورکه شوی وه ، ویل خیره مړه چرګه ده ، بیا … بلاخره غوا یی ورکه شوه خوابدی شو یو خوا بله خوا پسی خلیده ، کوم دوست چه یی له چرګی او نورو له ورکی خبر وو ورته وویل لمړی ولاړ شه د هګی ، چرګی او نورو پوښتنه لمړی وکړه ، که د هغو پوښتنه دی کړی وی غوا دی نه ورکوله . امریکایی عسکر باید خپل بچیان عسکری د پاره افغانستان ته ولیږی ، که یی د سپټمبر د بچیانو پوښتنه لمړی کړی وی چه د چا او څه د پاره بی ګناه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x