ادبي لیکني

مسلمان «لنډه کيسه»

ژباړن: محمدعلي عمري

ځوان له چاقو سره مسجد ته ورننووت او ویې ويل:
آيا په تاسوکې څوک مسلمان شته؟

ټولو يودبله په وېره او تعجب سره وکتل او په مسجدکې چوپه چوپتيا خوره شوه، بالاخره يو سپین ږيری سړی ولاړشو او ویې ويل :

هو زه مسلمان يم.
ځوان وسپین ږیري ته وکتل او ورته یې وويل چي په ماپسې راځه ،

سپین ږیری سړی په ځوان پسې شو له مسجد څخه چي يو څو ګامه ليري شو ځوان دپسونو ورمې ته اشاره وکړه او سپین ږیری ته یې وويل چي غواړي ټول پسونه قرباني کړي او پر فقيرانو او مسکينانویې وويشي . اوس دپسونو وحلالېدوته ضرورت لرم سپین ږیری او ځوان دپسونو په قرباني باندې مشغول سو له يو څه وخت وروسته سپین ږیری ډير زیات ستړی شو ځوان ته یې وويل چي بيرته مسجد ته وروګرځه يو بل ملګری د کومک دپاره راوغواړه ځوان په وينو لړلی چاقو په لاس دوهم ځل مسجد ته ورغلو او بيا یې وويل چي آیا بل مسلمان په تاسوکې شته ؟

په مسجدکې حاضروخلګو ګمان وکړو چي ځوان به هغه سپین ږیری قتل کړی وي دوي له ويرې خپلي سترګي په لمانځه کې واچولې او ټول په جمع سره پرلمانځه شو ځوان ورته وويل ولې مو سترګي په لمانځه کې وګنډلې په عيسی مسیح سره مه دې قسم وي چي په يو څورکعته لمانځه سره څوک نه مسلمانيږي!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x