دیني، سیرت او تاریخ

بې عنوانه!!! څلورمه کړۍ

روښانه څېره
نن څلورمه ورځ وه.  چې له مدرسې څخه به راغی، نو اول به ایینې ته ودرېد، او د څو شېبو لپاره به یې ځان په ښه توګه وکاته. هغه هیڅ خبرې ته نه کتل، غسل خانې ته به ولاړ، ښه به یې ولامبل. بیا به کومه نوې خبره پیدا شوه، او بیا به یې رنګ والوت. او په څېره به یې مایوسي خپره شوه. د هغه مور دا حالات له درې ورځو څخه لیدل، نو نن یې حوصله ونه شوه، او ورته یې وویل:

(( ثاقبه زویه! څه خبره ده، ته هره ورځ چې له مدرسې څخه راشې، نو ایینې ته ودرېږي.؟))
هغه چوپ وو، کومه خبره یې ونه کړه.

(( دلته راشه زویه!) مور يې په مینه د ځان خواته کیناوه.
(( ماته خو یې ووایه،کنه! څه شوي دي؟))
هغه په سر لاس راښکه.

(( مورې! رښتیا تېره میاشت ما د( عم) دیرشمه پاره شروع کړه، په اولو پنځو ورځو کې راته قاري صیب عبدالرحمن د سورة الطارق سبق راکاوه، د هغه په دریم ایت کې د ( النجم الثاقب) الفاظ راغلل. ما د قاري صیب څخه د هغې پوښتنه وکړه. نو هغه راته وویل( ځلېدونکی ستوری). مورې ته وایې، چې د نوم اغېزه په انسان باندې کېږي، ددې په پار(خاطر) زمونږ نبي کریم به هم د ښه نوم ایښودلو لارښوونه کوله. زما د نوم مانا ده( ځلېدونکی، روښانه)، مګر زه خو له یوې خوا هم ځلېدونکی نه ښکارم.. دهغه په لهجه کې سخته مایوسي وه، مور یې دهغه د خبرو په اورېدو غلې شوه. د هغه د وړوکي فکر د ډاډ لپاره یې له مور سره توري نه وو. هغې د خبرې د تېرولو لپاره وویل:

(( ځه، ولاړ شه، اول ډوډۍ وخوره، بیا به خبرې کوو.))
هغه غلی ولاړ او مخ او لاس یې ومینځل.
په دې توګه یوه اونۍ تېره شوه، د نیمې سیپارې څخه یې زیاته ویلې وه، اوس یې نه په مدرسې کې زړه لګېده او نه لوبې خوند ورکاوه. په ورځ کې به یې څو ځله ایینه کتله، او سر به یې ښکته کړ، او ترې لرې به ولاړ.
یوه ورځ د سورة الطارق د اورولو په وخت کې د النجم الثاقب په تورو ودرېد، او اواز یې بند شو. قاري صیب ورته وویل:

((مخکې یې ووایه، زویه.))
هغه غلی وو، قاري صیب په غور ورته وکتل، ګوري، چې هغه سرګردانه او پرېشانه غوندې دی. قاري صیب قرانکریم بند کړ، او ویې ویل:
(( څه خبره ده، زویه! ته ولې غلی شوې؟ زه وینم، چې ته له ډېرو ورځو غلی یې.))
 ثاقب یو نظر هغه ته وکتل، او سر یې ښکته کړ،  د هغه په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، په پای کې یې وویل:

(( قاري صیب! کله چې ما دا سورت لوسته، نو تا راته ویلي وو، د ثاقب مانا (ځلېدونکی ستوری) ده. مور مې وایي، چې د ښه نوم اغېزه په انسان باندې کېږي؛ مګر زه خو له یوې خوا هم ځلېدونکی نه ښکارم. په دې وخت کې د هغه اواز ډډ شو.
(( ښه نو دا خبره ده، هغه مسکی شو او بیا یې وویل:
(( هو وروره! دا خبره خو بېخي سمه ده، کومه چې تا ته دې مور ویلې ده.))
په دې خاطر نبي کریم هم د ښه نوم ایښودلو امر کړی دی، او فرمایلي یې دي:
(( د الله په نزد خوښ نومونه، عبدالله او عبدالرحمن دي. او د الله په نزد رښتوني نومونه حارث او همام دي.

پاتې شوه ستا  د نوم خبره! نو خبره دا ده، چې د نوم اغېزه په انسان باندې رښتیا هم ډېره وي. که د یو چا نوم عبدالرحمن وي، او کارونه د شیطان کوي، نو د نوم ایښودلو څه ګټه نشته. که کارونه او اعمال ښه شي، نو د انسان په څېره کې په خپله نور او رڼا پیدا کېږي. کله چې ماشوم ځمکې یا دنیا ته راځي، نو الله یې په زړه کې یو نور اچوي. هغه چې لوی شي، او ښه کارونه کوي، نو دا نور نور هم ډېرېږي. تر دې چې په نورو غړو باندې یې هم اغېزه کېږي. له زړه څخه نور اخلي، بیا لاس، پښې او مخ ته یې هم اثر رسېږي.

اوس که ته ښه کارونه وکړي، لکه: په خپل وخت لمونځ کول، سبق یادول، د پلار او مور او استادانو درناوی کول، د هغوی خبره منل، د ټلوېزیون، راډیو او انځورونو سره مینه نه کول، او ځان ترې ساتل، داسې لباس چې د کافرانو او نورو غیر دینه خلکو اغوستن وي، له هغه ډول لباس څخه ځان ساتل……. نو بیا به ته هم له خیره سره وځلېږې. قاري صیب په مینه او شفقت دا خبرې ورته وکړې…
(( هو! قاري صیب!))

د هغه په سترګو کې روښنایي غوندې پیدا شوه.
اوس هغه په خپل وخت لمونځ کول پیل کړل، ډېر کوښښ یې کاوه، چې لمونځ په خپل وقت وکړي، په کور او مدرسې کې به یې د زړه له تله په قران کریم زده کولو کې کوښښ کاوه، د مور او پلار او خپلوانو به یې ډېر درناوی کاوه، خپل ټول غیر شرعي جامي تنګ پینټ شرټ( کمیس او پتلون) یې څېرې کړل، او ټول انځورونه يې وسوځول.
    څو ورځې وروسته یو ناڅاپه د ایینې مخې ته تېر شو، په ایینه کې یې ځان ولید، هغه ولیدل، چې څیره یې ښایسته او ځلېدونکې شوې وه، اوس هغه په رښتیني معنا النجم الثاقب جوړ شوی وو.

تواضع څه ده؟

تواضع د عربي ژبې توری دی، ددې مانا(( خپل ځان کم ګڼل)) کولی شو. خو اوس وخت کې ځانته د کمې درجې ورکول تواضع نه ده، لکه ځینې خلک ځانته د کمې درجې یا د انکسار نومونه اخلي، لکه احقر، ناڅېزه، او داسې نور… یا ځانته ناکاره، یا خطاکار وایي، په داسې حال کې چې ځانته دا نومونه اخستل تواضع نه ده، بلکه اصلي تواضع دا ده، چې ځان کم وګڼل شي، او کبر ونه شي.

لکه: ووایي چې زما کوم خپل حیثیت یا حقیقت نه شته، که زه هر څه کوم، دا نو یوازې د الله تقدیر او خوښه ده، که نه زه ددې کار د کولو کوم صلاحیت نه لرم. د هغه مهرباني ده، چې زه دا کارونه سرته رسولی شم، زه خپله کوم کمال او صلاحیت نه لرم… دا د تواضع رښتیا والی دی، او دې ته تواضع وایي. که دا حقیقت مو لاسته راوړ، بیا که ځان ته احقر، ناکاره، بې کاره، او هرڅه که ووایي، او که ویې نه وایي، تواضع ته رسېدلی یې، ځکه چې اوس هیڅ توپیر نه کوي، څوک چې دالله په مخکې د تواضع رښتیاوالی ته ورسېږي، الله د هغه مقام او درناوي زیاتوي، او الله هغه ته لوړه مرتبه ورکوي.

د لویو عالمانو تواضع:
د کومو لویو پوهانو خبرې چې مونږ اورو او دین ورڅخه زده کوو، د هغوی د حالاتو په اورېدلو سړی ځان دومره کم ګڼي، چې بېخې توري ورته پیداکول، مشکل دي. لکه څرنګه مې چې د حکیم الامت اشرف علی تهانوي رح حالات مې له خپلو ډېرو لویانو څخه په دې الفاظو اورېدلی دی:
(( زه په اوس حالت کې هر مسلمان او احتمالاً هر کافر له ځانه ښه ګڼم. مسلمان په دې له ځانه ښه ګڼم، چې هغه مسلمان دي، او د ایمان لرونکي دی. او کافر په دې ښه ګڼم، چې کېدی شي، الله هغه ته ددې توفیق په نصیب کړي، چې ایمان راوړي، او مسلمان شي، او د اسلام په احکامو کې له ما څخه مخکې شي. ))

یو ځل د حضرت اشرف علی تهانوي رح ځانګړي ځایناستي حضرت مولانا خیرمحمد رح حضرت مفتي محمد حسن صاحب ته وفرمایل:
(( زه به چې کله د اشرف علي تهانوي رح په مجلس کې حاضرېدم، نو ما به داسې ګڼله، چې په مجلس کې ټول کسان له ما څخه بهتره او ښه دي، او زه له ټولو ناکاره او بې کاره یم. ))
حضرت مفتي محمد حسن ددې په اورېدلو وویل: (( زما به هم دا حالت وو.)) بیا دواړو مشوره وکړه، چې مونږ د حضرت حکیم الامت اشرف علي تهانوي په وړاندې خپل دا حالات بیانوو. ښکاره نه ده، چې زمونږ دا حالت به ښه وي، او یا به بد وي. همدارنګه دا دواړه ښاغلي پوهان د حضرت اشرف علي تهانوي رح په مخکې حاضر شول، او خپل حالات یې بیان کړل، چې ددوی دواړو به د ده په مجلس کې داسې کیفیت کېده.))

حضرت اشرف علي تهانوي رح یې په ځواب کې وفرمایل: (( څه د فکر او سوچ کولو خبره نه ده، چې تاسو دواړه دا حالات بیانوي، او زه هم تاسو ته که رښتیا ووایم، نو په مجلس کې د کېناستلو څخه وروسته زما هم همدا حالات وي، او داسې انګېرم، چې په دې مجلس کې زه له ټولو ناکاره او بې کاره یم. او ټول له ما څخه افضل، بهتره او ښه دي.))
دا د تواضع څه والی او رښتیاوالی دی، کله چې انسان رښتینې تواضع ته ورسېږي، نو ځان له ځناور څخه هم کم ګڼي. ۲۲
پاتې کړۍ هم لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x