شعـــــرونه

تر خاورو لاندي

عبدالهادي عمري

ځوانۍ او امیدونه کړل مرګي تر خاورو لاندي
یا ربه په دې ښار کي سول سړي تر خاورو لاندي

اوبو یوړي رشتیا چي ډیري هیلي نیمه خوا سوې
ماتم دی سول پوړني او پټکي تر خاورو لاندي

د غره غوندي سړي وه د یوې باچهی خلک
نا ځوانه دښمن کړله پر ځوانی تر خاورو لاندي

په ویښه ورته ګورو په رڼو سترګو يې وینو
بیباکه خزان کړله پسرلي تر خاورو لاندي

که داسي ناکردې وې که روان وو لو دګلو
یو ورځ به خامخا وی (عمري) تر خاورو لاندي
حاجي عبدالهادی عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x