
د ماشومانو د بدني سزا پایلې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
له ماشومانو سره بد چلند کولای شي، په هغوی کې اپي جنتیکي بدلونونه را منځته کړي . سزا او له ماشومانو سره بد چلند کولای شي، د اروایي فشار زېږوونکو شرایطو په وړاندې د هغه د ځواب وینې په وړتیا باندې منفي اغېزه کوي او هغه په اروایي ناروغۍ باندې اخته کوي .
بد چلند او ماشومانو ته سزا ورکول به تر ډېره د هغه رنځ لامل شي، چې د هغوی ټول ژوند تر اغېزې لاندې راولي او هغوی به تل له ژور خپګان او اندېښنو سره لاس و ګرېوان وي .
ماشومانو ته سزا ورکول، کولای شي، بد جنتیکي بدلونونه را منځته کړي :
هر څومره، چې له ماشوم سره بد چلند وشي او هغه ته سخته سزا ورکړل شي، په همغه کچه یې د اروایي فشار په وړاندې د مقابلې سیستم کمزوری کېږي، په حقیقت کې، له ماشوم سره بد چلند د FKBP5 په جن باندې اغېزه کوي . FKBP5هغه جن دی، چې په مغز کې هورموني را ګرځېدونکې کړۍ باندې شتون لري او اروایي فشار کنټرولوي .
په مونیخ کې د مکس پلانک په نامه د اروایي درملنې د مرکز پوهانو وموندله، چې خواشینونکې تجربې او اروایي ګوذار کولای شي، په FKBP5 کې د اپي جنتیکي بدلونونو سبب وګرځي، په دا ډول شرایطو کې له دې جن څخه یو شمېر پوښونه را جلا کېږي .
همدا بدلون د جن فعالیت زیاتوي او کولای شي، اروایی فشار زېږونکو شرایطو په وړاندې هورموني سیستم د تل له پاره، له اختلال سره مخامخ کړي او فرد په اروایي ناروغۍ اخته کړي .
د ډي ان اې په مالیکول کې اپي جنتیکي بدلونونه د ماشومتوب په دوران کې د بد چلند له امله را منځته کېږي او په لویانو کې بد چلند دا ډول بدلونونه نه را منځته کوي .
دا موندنې کولای شي، د اروایي سزا او ګوذارونو د قربانیانو او دغه را د هغو کسانو په تشخیص او درملنه کې اغېزمنې وي، کوم چې په اروایي ناروغیو د اخته کېدو احتمال یې زیات دی .