ټولنیزه برخه

داراکوزیا مولوي!

دنوې ادارې په راتګ په هېوادکې بېلابېلې سیاسي،ژبنۍ، قومي،سمتي، مذهبي، کلتوري، ښوونېزې، دیني،فرهنګي اودتفرقې اچولوغږېزې،انځوریزې،چاپي اونړۍجال خپرونوپه کارپیل وکړ.

ټولې یې دبهرنیوپه مرسته نه وې،ځینوخوپه رښتیادافغانانوغوښتنې درک کړې وې،اودهغوی دغوښتنوسره سم یې خپرونې چلولې.خوځینویې دې بل کړي اورته نور هم پوکي ورکړل،اودا اور یې داسې تازه کړ،چې ترډېره وخته به دا لمبې پورته کېږي،په ځینوخویې خلک سړکونوته راووتل،اودبنديدوغوښتنه یې کوله،ځینوپه ښکاره ډول پردي کلتورخپرول پیل کړل،چې دولسمشرهم پرې وسه ونه شوه.ځینوخوپه ښکاره امریکا،ایران،هند،ترکیې اوبرتانیې مرستې ترلاسه کولې،اودالړۍ تراوسه روانه ده،دهغوی سریالونه،ډرامې اوفلمونه داسې خپروي،چې فکربه کوي،چې داکوم اروپایي هېوادته خپرونې کوي،نیم بربنډې ښځې به په کې لرې برې کېږي،په دې  یې هم خواسړه نه شوه.دافغانانو مشاهیروته یې سپکاوی هم وکړ.ځینویې دکابل ښارداسې نجونې دهنرپه نوم د سندروډګرته راویستې،چې اوس دوی هم له دې جادونه دخلاصون دعانه ورځي.
داراکوزیاراډیو،چې اوسمهال تقریبآ په ټولوپښتون مېشتوولایتونوکې ښه په صفاډول اورېدل کېږي،تقریبآدمعیارسره سمې خپرونې لري،دوی داسې خپرونې لري،چې اوسمهال یې دزیاتوهېوادوالوزړونه لاسته راوړي دي.دوی (دژوندلار)او (رښتینی مومن)خپرونوته خوخلک داسې شېبې شمېرې،چې هرکارورته پرېږي،خودښاغلي مولوي صیب یاسین(فهیم)خپرونې نه قضاکوي..هغه که په موټرکې وي،که په پټي کې کارکوي،که په دفترکې وي،ښځې خویې نوم هم بسم الله یادوي.
افغانان چې په ناپوهۍ کې ترپوندوغرق دي،باالخصوص په دیني برخه کې ،دخلکویې داسې سترګې وغړولي،چې نه یې پخوا داخبرې اوریدلي وې ،اونه هم تر ده مخه ورته چاویلي وه.
کله چې څوک په دیني برخه کې له چاسره په بحث کې شي ،نوماخذپه (فهیم)صیب ورکوي،چې داموضوع مولوي صیب داسې ویله،زه یې درسره نه منم،دوی په حقه دي ځکه دمولوي صیب (فهیم)مطالعې ته مې دي سلام وي.
ښځوته یې هغه څه وروښودل،چې په اطرافوکې یې ډېروپرځان منلي دي،اوس پنجابي کالي نه کوي،په نوکانورنګ نه وهي،دمېړه له اجازې پرته له کوره نه وځي،زیارتونوته نه ځي،دزیارتونوپه نامه نذرونه نه ږدي،
دنامحرموسره په لاس ستړي مه شي نه کوي،په بازارونوکې له اړتیاپرته چکرې نه وهي،په تناره د ډوډۍ دغورځېدوپروخت(لوی ځوان)نه یادوي.اوداسې په سلګونه نور………………..
په داسې وخت کې چې فکري استعمار داسې کلکې منګولې په ټوله اسلامي نړۍ ښخې کړې،چې افغانستان یې سرپه کرښه کې دی،داځکه چې کافران دافغانانوپه اسلام سرښندنې نه ښه خبردي،او دا ازموینه یې څوځلې ورکړي،چې دلوی څښتن تعالی په مرسته ترې بریالي راوتلي.په فکري استعمار غټ واړه په کې ترستونې غرق دي،حدیثونه،دامامانویناوې ورته تاریخ تېرې خبرې ښکاري.نوپه داسې حساس وخت کې د اشخاصواورسنیوکاردی،چې مسلمانانوته د(صراط المستقیم)لاره وروښایي.کنه
په اخیرت کې به ټول دالله ج په دربارکې سرټیټي ولاړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x