افغانستان

امریکایي ورځپاڼه : دا خبره بیځایه نه ده چې افغانستان ته د امپراتوريو هديره ويل کېږي.

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹ وری، ۱۳۹۶ل): د نیشنل انټرسټ په نوم امریکايی ورځپاڼي افغانستان ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه پخپله پرونۍ ګڼه کې یوه اوږده مقاله لیکلي چې ویلی دي:

د امریکایی جنرالانو او افغان حکومت دا غوښتنه چې د جګړې د کنټرول لپاره بايد څو زره نور امريکايي عسکر افغانستان ته واستول شي ؛ ناسمه بریښي، د ورځپاڼې په وینا ، ځکه چې همدا غوښتنه په افغانستان کې د دريو امريکايي ولسمشرانو، دوو افغان ولسمشرانو او ګڼو امريکايي قوماندانانو په دورو کې په پرله‌ پسې توګه کېږي.

خپرونې زياته کړې ده، چې په دغه هېواد کې بېلا بېلې عملياتي ستراتيژۍ وازمويل شوې او تر سل زرو پورې امريکايي سرتېري هلته واستول شول، خو لا تر اوسه هم هلته جګړه په خپل ټول قوت سره روانه ده.

سرچينې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد حضور ته په اشارې ويلي: « بهرنۍ پوځي مداخلې هيڅکله په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګیدو سره مرسته نه ده کړې، بلکې د افغانانو له پاره د مقاومت په يوه علت بدله شوې ده .»

د نیشنل انټرسټ ورځپاڼې د مقالې ليکوال زياته کړې ده چې ، دا بېځایه نه ده، چې افغانستان ته د امپراتوريو هديره ويل کېږي.

د ليکوال په اند افغانستان کې سوله او ثبات يوازې د دغه هېواد په دننه کې د بېلا بېلو ډلو، قومونو او د واک د مرکزونو تر منځ د پخلاینې له لارې راتلای شي، چې مخکې هم دا ډول تجربه بريالۍ شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

هو، دا ویل کیږی چه د امریکا نوی اداره به افغانستان ته څو رزه نوی عسکر بیا ولیږی . زما د ارزونو له مخی ناسمه ښکاری، هغوی چه به لکونو عسکرو یی ونه ګټله اوس رزونه عسکر لیږل ورته څه ګټه لری او دا شمیره به زیاتوی تر دی چه بیا څو لکو ته ورسیږی او لا به د کابل په دروغچنی ، فاسدی او ناوړه اداره په تریلونو ډالر لګوی بیا هم به ورته ګټه نه کوی په هغه اخری بياوړتیا کی چه د ماتی سره مخ کیږی دا ورته ښه ده چه دا کم عسکر هم راوباسی، د… نور لوستل »

mha

It may be true, but if the dollars don’t get to them they will die from hunger.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x