پښــــتو ادب

مزدوري لنډه کیسه

 د پلور او خرڅلاو بازار ګرم وو، په دې ګرمي کې لا ګرمي زیاته شوه، چې شاوخوا اور په لمبو شو. یوه کس د المونیم پېټي پورته کړې وه، او په خوښۍ خوښۍ یې سندرې ویلې: کله ته پردېس(پردیو ملکونو) ته ولاړې زړه ته مې تاوان ورسېد، اې زما ګرانې لیلا، په دنیا کې زمونږ څوک دي( جب تم هي ګیي، پردېیس لګا کی ټیس، او پيتم پیارا، دنیا مې کون همارا). یوه کم عمره هلک ځولۍ له پاپړو ډکه کړې او منډې یې وهلې، ټوکر یې وخوړ، د پاپړ یوه دانه یې له لمنې وغورځېده، هلک د هغې له را اخستلو پسې ښکته شو، نو یوه سړي چې په سر یې د ګنډلو ماشین وو، هغه ته وویل: پرې یې ږده زویه! پرې یې ږده. خپله به پوخ شي. په بازار کې له یوه درب سره سمډکه بورۍ وغورځېده. یو کس ژر ور وړاندې شو، په خپله چاړه یې ګېډه ور څېرې کړه، د کولمو په ځای ترې د بورې د سپینو دانو یو بهیر روان شو. خلک پرې راټول شول، او خپلې لمنې یې ترې ډکولې. یوه سړي کمیس نه وو اغوستی، هغه ژر د خپل پرتوګ پایڅې وتړلې، او په موټو موټو بوره بوره یې په پرتوګ کې اچوله.

لرې شئ، لرې شئ، یوه ټانګه(اس ګاډی) له تازه رنګ شوو الماریو ډکه تېره شوه. له پورته جونګړې څخه د ململ ټوټه په رپېدو سره را ښکته شوه، د اور لمبې هغې ته هم ځان ورساوه، او هغه یې وڅټله. تر سړکه چې رسېده، نو د ایرو کوټه ترې جوړه وه. ((پو، پو، پو، پو)) د موټر د هارن له اواز سره ددو ښځو اوازونه هم وو. د اوسپنې یوه المارۍ لس پنځلس کسانو له جونګړي په راښکلو را وویسته، او په لرګیو(ډانګونو) یې د هغې په پرانستلو پیل وکړ. غوا او پیشو، د شیدو څو ډبي په لاسونو کې ځانته د یوې هیلې ورکولو لپاره یو سړی له دوکانه ورو ورو په بازار کې روان شو. اوچت اواز راغی: راشئ، د لیمو بوتلونه وڅښئ، د ګرمۍ موسم دی(( سړي په غاړه کې د موټر ټائر اچولی وو، دوه بوتلونه یې واخستل، او پرته له مننې کولو روان شو. یو اواز وشو: څوک خو د اور مړ کوونکو ته خبر ورکړئ، ټول مال به وسوزېږي.) چا هم دې مشورې ته ونه کتل، د پېر او پلور بازار داسې ګرم وو. او په دې ګرمیو کې څلور خواوو ته تېز اور نور هم زیاتېده. ډېر وخت وروسته یو بند بند اواز راغی، د ډزو غږونه شو، پولیسو ته بازار خالی په نظر ورغی، مګر لرې په لوګي کې یوه سایه ښکارېده. د پولیسو سپاهي ورته شپیلي وهل، خواته ورغی.

سایه ژر لوګي ته ننوته، نو د پولیسو سپاهي هم ور پسې شو. د لوګي سیمه پایته ورسېده، نو د پولیسو سپاهیانو وکتل، چې یو کشمیري مزدور یوه درنه بوري په اوږه او منډې وهي. په شپیلیو یې مرۍ وچې شوې، خو هغه مزدور ونه درېده. د هغه شاته وزن وو، څه معمولی(لږ) وزن نه وو، ډکه بورۍ وه، خو هغه داسې روان وو، لکه په شایې چې هیڅ هم نه وي. سپاهیانو په ډونګېدو(خبرو کولو) پیل وکړ، او یو دومره تنګ شو، چې تمانچه یې راووېسته، مزدور یې په نښه کړ. کشمیري مزدور په پنډۍ ولګېد، بورۍ یې له شا پرېوته. په ډار یې شاته سپاهیانو ته وکتل. په پنډۍ باندې یې وینو ته وکتل، او بیا یې بورۍ شاته واچوله، او په منډو یې پیل وکړ.
 سپاهیانو وویل:  پرېږده یې، ورکېږي دې(جهنم ته دې لاړ شي.))

 مګر بیا یې ونیوه. په لاره کې کشمیري مزدور په ځلونو وویل: ((صاحبه! تاسو ما ولې نیسئ، زه خو غریب سړی یم، د وریجو یوه بورۍ مې وړله، په کور کې مو خوړلې. تاسو زه هسې(ناحقه) په مرمۍ وویشتم.)) مګر د هغه چا هم وانه ورېدل. په تاڼه(پوسته، د تحقیق ځای) کې کشمیري مزدور په خپله بې ګناهۍ ډېر څه وویل. صاحبه! نورو خلکو ډېر لوی لوی شیان وېوړل، ما خو یوه د وریجو بورۍ وړله. صاحبه! زه ډېر غریب یم، هره ورځ به مو د وربشو ډوډۍ خوړه. کله چې هغه ستړی شو، په خپله خیرنه خولۍ یې د تندي خولې پاکې کړې، د وريجو بورې ته یې په ارمان وکتل، او تاڼېدار ته یې وویل:
 ښه ده صاحبه! ته بورۍ ځان سره وساته، ماته زما مزدوري راکړه، څلور انې….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x