شعـــــرونه

دوه مخی خبریال

شميم

چی په غلا د حاکمانو پټ نظر کړي
د اولس په زړه داخل تیره خنجرکړي

د اولس د هیلو سترگی ستاپه لوري
ځان په څه باندي وغلو لره نوکر کړي

هرڅه سترگو باندي ویني ځان کړي غلی
ځان له سترو حوادثو بې خبر کړي

که مسکین وچه ‌ډوډی له چانه غلا کړي
رسنیو کي ترې جوړ پر محشر کړي

خو ظالم که د اولس ویني چښلي
په صفتونو یې هم شمس او هم قمر کړي

د مظلوم د سوی زړه آه او فغان ته
تل په سپکه سترگه گوري څه هنر کړي

د لوټمارو څو پیسو او بخششی ته
کله ځان کړي لکه گاو کله ئې خر کړي

د بوجی خوله دي نیولې ده و غلو ته
څو چي ځان وکوم مقام ته برابر کړي

خو قسم داولس لاس او ستا گریوان دی
هلی ځلی ته بیحایه، بې ثمر کړي

(شمیم) ولیده ماران د خپل لستوڼي
نور به څنگه خبریال باندی باور کړي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x