شعـــــرونه

غزل/ ابراهيم صياد

ابراهيم صياد
روژه یمه جانانه ستا لپاره تر ماښامه
خولګۍ دې پټه ساته له سهاره تر ماښامه

عقبا به مې خدای معاف کړي ددنیا ګنهګار نشم
په وچو شونډو ښه یمه نهاره تر ماښامه

نغمو د عاشقۍ دې یم نیولی خاموشۍ کې
د زړه مزي دې سست نکړې ګیتاره تر ماښامه

د هجر میخانه کې دې که څو جامونه مات کړه
رسوم دې دیار سترګو ته خماره تر ماښامه

شاګون مې د ویصال درباندې کړی خپه نشې
ګریوان کې مې بندي د بڼو باره تر ماښامه

اشنا چې ورته ایښي وه په ذنه څو خالونه
په سترګو ښکلوم هغه هینداره تر ماښامه

د ژوند بیړی که نه وه په مرګي به صیاد درشي
څاره د جنازې یې پورې لاره تر ماښامه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x