fbpx

تلګراف: د سنګین سقوط د طالبانو د بیاراتګ نښه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹ وری، ۱۳۹۶ل): برتانوۍ تلګراف ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د واکمنۍ له نړیدلو شپاړس کاله وروسته په لومړي ځل دا ډله د افغانستان په لویو ښارونو باندې د واک ټینګولو لپاره چمتووالی نیسي.

ورځپاڼې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ سقوط ته اشاره کړې، هغه یې د طالبانو د بیرته راتګ یو مثال بللی او زیاته کړې یې ده:

«واک ته د طالبانو د بیرته رسیدلو غوره بېلګه په هلمند ولایت کې د هغې ستراتيژیکې ولسوالۍ سقوط دی، چې ۱۰۰ برتانوي عسکرو یې د ساتلو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته ولوېده».

یاده برتانوۍ ورځپاڼه لیکي چې که څه هم سنګین ولسوالۍ له سقوط پرته بله چاره نه درلوده او هلته دولت همیشه په ډیر کمزوري حالت کې و، خو دا چې دغه ولسوالۍ د افغانستان مرکزي او لویدیځو ولایتونو ته د دروازې حیثیت لري، نو ستراتیژیک موقعیت ته په کتلو یې سقوط یو «دروند ګوزار» دی.

تلګراف ورځپاڼې سنګین ولسوالۍ د طالبانو لپاره د «خېز تخته» ګڼلې او زیاته کړې يې ده چې طالبان به وکولای شي چې له دې ځایه په اسانۍ لښکرګاه ښار ته ورخېز کړي.

ورځپاڼه لیکي چې د سنګین ولسوالۍ سقوط دا وښوده چې دولت نه یوازې د لرې پرتو سیمو د ساتنې توان نه لري، هغه سیمې هم نه شي ساتلی چې ستراتیژیک او اقتصادي اهمیت لري.

باید وویل شي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د روانې میلادي میاشت په ۲۳مه له څو میاشتنۍ جګړې او محاصرې وروسته سقوط وکړ او په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېده. طالبان وايي چې د ولسوالۍ په نیولو سربېره یې ګڼ شمېر ټانګونه، رینجرې، وسلې او مهمات روغ ترګوتو کړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغانستان زمونږ د ټول ګډ ټاټوبی دی ، که د مقامو ویش شی نوم مونږ هر یی لمړۍ وړتیا لرو ، که د قربانی وخت راشی تر طالبانو نه یواځی ورستی بلکه طالبان هم په ناحقه ګڼو ولی په دی خاطر چه مونږ ته څوک د ملامتیا او بی غیرتیو ګوټه ونه یسی . ډيره ته چنګونه لکه د سطرنج د تختی په شان شکاری یا د دوه شکرورو حیواناتو جنګ او مسابقه ورته ښکاری طبیعی ده چه په هغو مسابقو کی په یی هغوی ګڼی چه د مټو او مادی اامکاناتو پیاوړتیا یی زیاته وی، طالبان چه به ظاهری… نور لوستل »