دفلکي علومو لارښود (26) مقناطيس، تاريخ يې او دمقناطيسي شمال پېژندنه

مفتي احسان اللّه

مقناطیسي انحراف:

کله چې قطب جغرافیايي او قطب مقناطیسي سره بیل شول، نو دا واضحه شوه، چې هر قطب ځان ته موقعیت لري، ددواړو په موقعیت کې فرق شته، دجغرافیايې او مقناطیسي قطبو دموقعیتو په منځ کې 1400 میل فاصله موجوده ده، دزمکي پر کره باندي دیو مقام نه ددواړو قطبینو په منځ کې چې څومره زاویايې فاصله وي، هغه ته انحراف مقناطیسي وايي، دا انحراف په هر ځای کې او په هر وخت کې مختلف وي.

مقناطیس دتاریخ په رڼا کې:

په نړۍ کې اول ځل مقناطیس په 600 ق. م کال کې ناڅاپه کشف شو، تاریخ پوهان لیکي: یوه یوناني شپونکي په یو غره کې رمه پووله، ستړی شو چرته لږ دمه شو، پر خپله لګړه يې تکې وکړه، دلګړي په سر کې اوسپینه وه، کله چې لګړه را وچته وله تر عام حالت زیات زور يې ورسره وکړ، شپونکی په دې پوه شو، چې لګړه مي یو شی دځان خوا ته ور کشه وي، او دا يې درک کړل چې تاثیر په دغې ډبري کي دی، او ددې شپونکي نوم ماغنس وو، له دې نه په مرور دزمان سره مغناطیس جوړ شو.
خو نور پوهان بیا وايې: چې په کوچنۍ آسیا کې ترکيې ته نږدي دمګنیزیا Magnesia په ښار کې زیات مقدار دمقناطیس ډبري موجود دي، نو له همدې امله ددغه ښار په نوم سره يې شهرت وموند.

په 1200 م کې اروپایانو یو داسي اوږده ډبره کشف کړه، چې یو سر يې دشمال او بل يې دجنوب خوا ته اشاره کوله، او دا ډبره په حجر الإشاره سره مشهوره شوه، له دې ځایه دقطب نما او کمپاس فکر چېنه واخیستله.

دالبیروني په مشهور کتاب الجماهیر في معرفة الجواهر کې دمقناطیس په اړه مفصل بحث موجود دی، بیروني وايې په مقناطیس کې جاذبیت په زیاته ندازه موجود دی. دی وايې: مخکنیو خلکو به دکښتیو په جوړولو کې له دغه مقناطیس نه کار اخیست، خو چینایانو بیا په کښتیو کې مقناطیس نه کارا وه، بلکې دزیتون له لرګیو به يې کښتۍ جوړولې، ځکه چې دچین په سمندر کې مقناطیس موجود ول، له دې امله دکښتیو پر غرقېدا وېره وه.

فایده:

حقیقي شمال ته نیږدي، دمقناطیس لویه ذخیره موجوده ده، کله چې قطب نما په ازاد حالت کې پرېښودل شي، دستني هغه سر چې N ورباندي لیکل شوی وي، ودغې ذخېرې یا مقناطیسي شمال ته اشاره کوي، او دستني هغه بل سر چې S ورباندي لیکلی وي، د جنوب خوا ته اشاره کوي.

یاد ساتئ:

قطب نما هلته لا ښه نتیجه ورکوي، چې له معدني شیانو، کمپیوټر او مبایل نه ازاد وي، ځکه مقناطیس له همدغو شیانو نه متاثیر کیږي، له دې سره يې نتیجه هم برابره نه راځي.

فایده:

دمقناطیس په یوه اوږده ټوګړه کې دواړو خواو ته دکشش قوت موجود دی، یو خوا ته شمال بل لور ته جنوب ښکاره کوي، که دیو مقناطس شمال او دبل مقناطس جنوب سره یو ځای کړو، دواړه سره نښلي، خو که بر عکس دیو شمال او دبل جنوب سره نیږدې کړو، بیا ځان سره ليري ساتي.

په زمکه کې هم مقناطیسي قوت شته، که موږ زمکه دمقناطیس یوه لویه ذخیره فرض کړو، او دمقناطیس یوه سېده ستن په تار راوځړوو، هرومرو به دستني شمال دزمکي شمال، او دستني جنوب دزمکي جنوب ته اشاره کوي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندی
میلمه
غوربندی

مفتي صاحب

ډېر نفید مالومات مو لیکلي

د هر مقناطیس په شاوخوا کې مقناطیسي فضا موجوده ده چې د دواړو قطبینو تر منځ په حرکت کې وي، همدا وجه ده چې په دې فضا کې داخلیدونکي اجسام قطبینو خوا ته د مقناطیسي مدارونو په مټ تمایل پیدا کوي او یا جذبیژي.

د ځمکې د کرې مخ د یادې مقناطیسي قضا او د قطبینو تر منځ متحرکو مقناطیسي مدارونو له برکته خوندي ده او ټول هغه سماوی اجسام چې د مځکې لور ته رالویژي په یاده مقناطیسي ساحه کې د قطبینو په لور بیول کیژی او هلته سقوط کوي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د مفتی صاحب دغه لیکنی د ځوانانو او دټولو د پاره ډیری ګټوری بولم ، الله ج دی اجرونه ورکړی . زه هم ورسره ډیره دلچسپی لرم ، کله به می په دی اړه په انګلیسی ارټیکلونه لوستل دا چه مفتی صاحب زیار باسی او د پشتو خوږه زبه کی یی په ډیر ښه معیار او انډول خپروی اوس د مفتی صاحب لیکنی ګورم ، مسایل یی ډیر ښه تشریح کړی . دا چه قران کی فرمایی چه تاسی زما په خلقت هره خوا نظر واچوی دا هر څه خلق شوی د هیڅ د پاره نه دی خلق شوی دا… نور لوستل »

Farooq
میلمه
Farooq

كه چا راته دچين هيواد دمدنيت پہ اڑه معلومات راكڑل دير