دفلکي علومو لارښود (26) مقناطيس، تاريخ يې او دمقناطيسي شمال پېژندنه

مفتي احسان اللّه

مقناطیسي انحراف:

کله چې قطب جغرافیايي او قطب مقناطیسي سره بیل شول، نو دا واضحه شوه، چې هر قطب ځان ته موقعیت لري، ددواړو په موقعیت کې فرق شته، دجغرافیايې او مقناطیسي قطبو دموقعیتو په منځ کې 1400 میل فاصله موجوده ده، دزمکي پر کره باندي دیو مقام نه ددواړو قطبینو په منځ کې چې څومره زاویايې فاصله وي، هغه ته انحراف مقناطیسي وايي، دا انحراف په هر ځای کې او په هر وخت کې مختلف وي.

مقناطیس دتاریخ په رڼا کې:

په نړۍ کې اول ځل مقناطیس په 600 ق. م کال کې ناڅاپه کشف شو، تاریخ پوهان لیکي: یوه یوناني شپونکي په یو غره کې رمه پووله، ستړی شو چرته لږ دمه شو، پر خپله لګړه يې تکې وکړه، دلګړي په سر کې اوسپینه وه، کله چې لګړه را وچته وله تر عام حالت زیات زور يې ورسره وکړ، شپونکی په دې پوه شو، چې لګړه مي یو شی دځان خوا ته ور کشه وي، او دا يې درک کړل چې تاثیر په دغې ډبري کي دی، او ددې شپونکي نوم ماغنس وو، له دې نه په مرور دزمان سره مغناطیس جوړ شو.
خو نور پوهان بیا وايې: چې په کوچنۍ آسیا کې ترکيې ته نږدي دمګنیزیا Magnesia په ښار کې زیات مقدار دمقناطیس ډبري موجود دي، نو له همدې امله ددغه ښار په نوم سره يې شهرت وموند.

په 1200 م کې اروپایانو یو داسي اوږده ډبره کشف کړه، چې یو سر يې دشمال او بل يې دجنوب خوا ته اشاره کوله، او دا ډبره په حجر الإشاره سره مشهوره شوه، له دې ځایه دقطب نما او کمپاس فکر چېنه واخیستله.

دالبیروني په مشهور کتاب الجماهیر في معرفة الجواهر کې دمقناطیس په اړه مفصل بحث موجود دی، بیروني وايې په مقناطیس کې جاذبیت په زیاته ندازه موجود دی. دی وايې: مخکنیو خلکو به دکښتیو په جوړولو کې له دغه مقناطیس نه کار اخیست، خو چینایانو بیا په کښتیو کې مقناطیس نه کارا وه، بلکې دزیتون له لرګیو به يې کښتۍ جوړولې، ځکه چې دچین په سمندر کې مقناطیس موجود ول، له دې امله دکښتیو پر غرقېدا وېره وه.

فایده:

حقیقي شمال ته نیږدي، دمقناطیس لویه ذخیره موجوده ده، کله چې قطب نما په ازاد حالت کې پرېښودل شي، دستني هغه سر چې N ورباندي لیکل شوی وي، ودغې ذخېرې یا مقناطیسي شمال ته اشاره کوي، او دستني هغه بل سر چې S ورباندي لیکلی وي، د جنوب خوا ته اشاره کوي.

یاد ساتئ:

قطب نما هلته لا ښه نتیجه ورکوي، چې له معدني شیانو، کمپیوټر او مبایل نه ازاد وي، ځکه مقناطیس له همدغو شیانو نه متاثیر کیږي، له دې سره يې نتیجه هم برابره نه راځي.

فایده:

دمقناطیس په یوه اوږده ټوګړه کې دواړو خواو ته دکشش قوت موجود دی، یو خوا ته شمال بل لور ته جنوب ښکاره کوي، که دیو مقناطس شمال او دبل مقناطس جنوب سره یو ځای کړو، دواړه سره نښلي، خو که بر عکس دیو شمال او دبل جنوب سره نیږدې کړو، بیا ځان سره ليري ساتي.

په زمکه کې هم مقناطیسي قوت شته، که موږ زمکه دمقناطیس یوه لویه ذخیره فرض کړو، او دمقناطیس یوه سېده ستن په تار راوځړوو، هرومرو به دستني شمال دزمکي شمال، او دستني جنوب دزمکي جنوب ته اشاره کوي.

تبصرې (3)

  • مفتي صاحب

    ډېر نفید مالومات مو لیکلي

    د هر مقناطیس په شاوخوا کې مقناطیسي فضا موجوده ده چې د دواړو قطبینو تر منځ په حرکت کې وي، همدا وجه ده چې په دې فضا کې داخلیدونکي اجسام قطبینو خوا ته د مقناطیسي مدارونو په مټ تمایل پیدا کوي او یا جذبیژي.

    د ځمکې د کرې مخ د یادې مقناطیسي قضا او د قطبینو تر منځ متحرکو مقناطیسي مدارونو له برکته خوندي ده او ټول هغه سماوی اجسام چې د مځکې لور ته رالویژي په یاده مقناطیسي ساحه کې د قطبینو په لور بیول کیژی او هلته سقوط کوي.

  • د مفتی صاحب دغه لیکنی د ځوانانو او دټولو د پاره ډیری ګټوری بولم ، الله ج دی اجرونه ورکړی .
    زه هم ورسره ډیره دلچسپی لرم ، کله به می په دی اړه په انګلیسی ارټیکلونه لوستل دا چه مفتی صاحب زیار باسی او د پشتو خوږه زبه کی یی په ډیر ښه معیار او انډول خپروی اوس د مفتی صاحب لیکنی ګورم ، مسایل یی ډیر ښه تشریح کړی .
    دا چه قران کی فرمایی چه تاسی زما په خلقت هره خوا نظر واچوی دا هر څه خلق شوی د هیڅ د پاره نه دی خلق شوی دا هر څه د مثبتو کړنو د باره جوړ شوی ، حتی زهر ، دا چه مونږ یی غلط کاروو هر څوک تری کرکه لری ځکه مونږ یی د ځآنوژونو او یا نور وژنو د پاره کاروو ، د زهرو د پاره ډیر څه شته که هلته وکارول شی بشریت د تاوان په ځا ګټه لری . حتی وسله که د ښکار یا نورو مواردو د پاره وکارول شی ګټوره ده مګر مونږ یی د ځآن او نورو د وژلو د پاره کاروو .
    په هر صورت ، دغه چه مفتی صاحب د زمکی د قطبونو ، مقناطیسی قوی او ...... په اړه څه لیکی دا هم دالله ج د عجایباتو او معجزو څخه دی دا زمکه هسی د خاوری یا ډبرو غونډاری یا غونډۍ نه ده . دا د ژوند یا ژوندو ستوری دی تاسی د زمکی د جاذبی قوی ته ملتفت شی ، تاسی د زمکی ته په نزدی فاصله کی د ۲۱ برخی اکسجن او ۷۸ برخی نایتروچن او نورو غازاتو ته متوجه شی ، تاسی یی دری برخی اوبو او یوی برخی وچی ته ، تاسی یی بادونو زیږولو او یو خوا بل خوا لیرږلو ته پام وکړۍ ، تاسی یی موسومونه پام کی ونیسی ، تاسی یی ځنګلونو ، غرونو سیندونو ته وګوری ، تاسی یی معدنیاتو او طبعی ذخیرو ته نظر وکړی او ..... له لیکنو او کتابو هم زیات دی .
    دا ټول د یو هدف د باره کار کوی چه د زمکی ټول ژوندی موجودات خوشاله ، ماړه ، هدفمند او هیله مند وساتی ، که په دغو کی یو ذره بدلون راځی ژوند ننګوی . تاسی باور وکړی حتی د میړه او میرمن ژوند او جنسی تعاملاتو ته کله متوچه شم ، حیران پاتی شم چه مونږ انسانان یا نور ژوندی شیان په څومره اسانه توګه جوړیږی او زیږول کیږی او څومره مغلقیت لری او هر څوک په خپل جسم ، قواره او د ژوند په چارو کی پوره او خوشاله دی او هر څوک بیا ځانګړی زوند یا دوره لری کله چه هغه وخت راشی که هغه سرمایدار ، که هغه پاچا او که هغه د هماغه ناروغي متخصص ډاکتر هم وی یوه ثانیه یی ژوند نه وروسته او نه مخکی کیږی ، حتی په دغه دوره کی د میړه او ښځی د اوالد او مور او پلار ، ورونو ، خویندو او داسی نورو خپلوانو او ګاوندیانو تر منځ د شریعت په منلو او کارولو ښه شرایط او ښه سولیز ژوند ساتلی ( که څوک هغه الهی اصول نه منی خلک استثماروی هم په خپله بدمرغه او هم نور بدمرغه کوی ) .
    وبخښی له ماڅخه تبصری تل اوږدیږی خبرو کی حریص یم زه وایم چه څه ګډی وډی می ذهن کی ګرځی ټولی ولیکم که چاته زما تبصری اوږدی او ستړی کیدونکی ښکاری بخښنه او حوصله مو غواړم مننه