fbpx

هغه صحابي چې د تل له پاره یې تنده ماته شوه

ژباړه او زیاتونه: م. حمدالله(دانشمند)

نن مې درته په ځولۍ کې د نوموتي صحابي(ابو امامة الباهلي) – رضی الله عنه- د دعوت کیسه راوړې.

یاد صحابي چې کله له مبارک دین نه برخمن شو، نبي علیه السلام مبارک و خپل قوم او ټبر(باهله) ته ور ولېژه ترڅو هغوی د الله پاک سپېڅلې دین ته را وبلي، او د اسلام خواږه حکمونه پرې ومني. کله چې هغه مبارک خپل ټبر ته ورسېد، هغوی ورته کړه: موږ اورېدلي چې تا د پلار او نیکه دین پرېیښی او د هغه چا دین دي منلی کوم چې ځان “محمد”(صلی الله علیه وسلم) نوموي؟

هغه- رضي الله عنه- ورته ویل: حقیقت دادی چې ما په الله- جل جلاله- او دهغه په رسول ایمان راوړی، ځه هغه علیه السلام مبارک را لېژلی یم ترڅو تاسو د یوي الله پاک و عبادت او بندګۍ ته را وبلم او اسلام درته وښیم. دعوت(اسلام ته بلنه) يې پیل کړه، د اسلام په اړه یې ورته لازمې لار ښوونې او سپارښتنې وکړې؛ خو هغوی د تېر په څېر اوس هم د شرک او بت پرستۍ مینه په زړونو کې زرغونه وه، له خپل دريځ نه پر شا نشول.

کله چې هغه- رضی الله عنه- ور سره تر اوږدې مودې په دې حقه تګلارې ټینګار وکړ او له ناهیلۍ پرته یې څه لاس ته رانه وړل، ورته یې کړه؛ هلاک شئ! یو غړپ اوبه خو راکړئ؛ ځکه ډېر تږی یم- د ده مبارک پر سر پګړۍ هم وه.

هغوی ورغبرګه کړه: نه، موږ تا پرېږدو ترڅو دي د تندې له امله ساه له تنې وخېژي.

هغه- رضی الله عنه- له یاد حالت نه ډېر و دردېد، خپل سر یې په پګړۍ کې تاو کړ او ويده شو په داسي حال کې چې د ګرمي ځواک خپل وروستي پړاو ته رسېدلی دی، په خوب کې یو وګړی- چې ښکلې او نوراني څېره یې لرله- راغلی، په لاس کې یې د شربتو/ شيدو پیاله(جام) دی چې نه یې چا رنګ لیدلی او نه یې چا خوند څکلی دی، هغه- رضی الله عنه- ترې واخیسته، ویې څيښل تر دې چې ښه یې ځان اوبه کړ، را وغورځېد. کله چې هغوی په ویښ حالت ولید، له یاد قوم نه یو وګړي زیاته کړه: اې قومه یو وګړی د قوم او ټبر له مخورو نه درته راغلی د هغه غوښتنه مو ونه منله، شیدې راوړئ.

هغه- رضی الله عنه- ورغبرګه کړه: نه، زما اوبو ته اړتیا نشته(ﺇﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﺃﻃﻌﻤﻨﻲ ﻭﺳﻘﺎﻧﻲ) الله پاک خوراک راته راکړ او اوبه یې کړم. هغوی ته یې له خپله مبارک نس نه لمن پورته کړه. هغوی چې کله ولېد د یو ماړه وګړي په څېر یې نس ډک ښکارېده، هیڅ د لوږې او تندې نښه پرې نه ښکارېده!

هغوی ترې د دې غریبې او نادرې پېښې لامل وپوښتل.

یاد صحابي(ابو امامة) رضی الله عنه ورته د خوب ټوله کیسه وکړه.

هغوی هم په یوه نعره(اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده ورسوله) مبارکه کلمه وویله، په دې توګه د اسلام په مبارک دین کې داخل شول!

هغه مبارک به په قسم سره ویل: له هغه څښلو وروسته ما هيڅکله د تندې احساس نه دی کړی، نه بیا تږی شوی یم

المرجع: ‏[ ﺍﻟﻄﺒﺮﺍﻧﻲ ﻭﺍﻟﺤﺎﻛﻢ ﻭﺍﻟﺒﻴﻬﻘﻲ ‏]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د