
ناټو په هلمند کې د خپلې چورلکې نسکورېدا ومنله
نن ټکی آسیا: ناټو نن اعتراف کوي، چې پرون ېې په هلمند کې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې، په داسې حال کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، د ناټو چورلکه یې ویشتلې او په هوا کې یې له ټولې سپرلۍ سره اور اخستی.
د ښاغلي احمدي په ویلي ول، چې اوس مهال سیمه د بهرنیو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو په محاصره کې ده او هیڅوک د پیښې ځای ته نه ورپریږدي ، خو دومره ویلای شي، چې ټوله سپرلۍ ېې چې دقیقه شمیره ېې نه ده معلومه وژل شوې ده .
د هلمند چارواکو هم منلې چې د ناټو یوه چورلکه په نوازد کې را نسکوره ده خو وايي دا ساحه د دوی تر کنترول لاندې نه ده او په اړه ېې ډير مالومات نه لري .
همدارنګه د طالبانو بل رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،چې تیر مازدیګر ېې د بګرام هوايي ډګر ته څیرمه په نیازیو سیمه کې یوه بې پیلوټه امریکايي الوتکه په ډزو را نسکوره کړې ده .خو ناټو یې په باب څه نه دي ویلي.