افغانستانخبرونه

عبدالله عبدالله: ډېورنډ کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ رسمي کرښه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت شریک او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پاکستان له رسمي استازو سره په لیدنه کې منلې، چې ډیورنډ یوه منل شوې نړیواله رسمي کرښه ده او دی به تل په دې برخه کې د پاکستان ملاتړ کوي.

د پاکستان د پارلمان غړی شاه جي ګل افریدی وايي، څو ورځې وړاندې یې له یوه پلاوي سره کابل ته سفر کړی و او په دې سفر کې یې د افغان حکومت د نورو مشرانو ترڅنګ له ډاکټر عبدالله سره کتلي دي.

شاه جی ګل زیاتوي چې ډاکټر عبدالله ورته ویلي چې ډیورنډ نوره یوه فرضي کرښه نه بلکي د افغانستان او پاکستان تر منځ په نړیواله کچه رسمي پوله ده او دی به په دې برخه کې همیشه د پاکستان ملاتړی وي.

د پاکستان زیاتره رسنیو دا خبر را اخیستی د پاکستان د رسمي استازي شاه جی ګل په حواله یې د ډاکټر عبدالله خبري را نقل کړي دي . د رسنیو د راپور له مخې، عبدالله همدار راز ویلي، چې ځينې سیاسي ډلې دغه ادعا په مخ وړي چې ګواکي ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله نه ده، دده په وینا یاد خلک خپل وخت ضایع کوي او دغه پوله یوه رسمي پوله منل شوې ده.

عبدالله په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې له لسیزو راهیسې د ډیورنډ کرښې له منځه وړل د افغانانو یوه ملي داعیه ده او د هغه د ختمولو لپاره یې مبارزې کړې دي.

ډیورنډ د افغانانو د بېلولو لپاره یوه فرضي کرښه ده چې د افغانستان هېڅ حکومت هم د رسمي کرښې په توګه نه ده منلې، خو دا لومړی ځل دی چې یو افغان چارواکی دغه ډول څرګندونې کوي.

باید وویل شی چې د ډاکټرعبدالله یا جمعیت ګوند اړوند په ځینو چاپي رسنیو کې هم دا خبر څو ځله په رسمي توګه په ډاګه ذکر شوی چې د ډیورنډ جنجالي کرښه یې د رسمي پولي په نوم یاده کړي ده .

له بلي خوا د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د پاکستان د هغي پریکړي په اړه چې غواړی د ډیورنډ پر کرښه اعزن مزی را تاو کړي ؛ پخپل غبرګون کې ویلی چې دا یوه احمقانه او یک طرفه پریکړه ده ، نه باید دا پریکړه عمل ته پریښودله شي .

ها خوا د حقوق‎پوهانو د ټولنې مرستیال، ګل‎احمد مددزی څرګندوي : هر ډول تاسیسات د دواړو هېوادونو هوکړې ته اړتیا لري هېڅ هېواد حق نه‎لري له ګاونډي هېواد سره له هوکړې څخه پرته په سرحدونو کې تاسیسات جوړ کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ډیورڼد په اړه زما ارزونه : که د پولو پوری تړلی خبری د وخت د حکومتو په لاسلیکولو صلاحیت وی ، د ډیورنډ هغه خوا سیمی ( پشتونخوا ) د محمدیعقوب خان وخت کی انګریزانو د کال اته لکه هندی کالدارو په بیه اجاره ورکړی شوی یعنی زمونږ خاوره وه ، د امیرعبدالرحمان وخت کی انګریزانو دغه عیاش او پي سواده پاچا هم تیرویستلو اته لکه یی ۱۶ لکو ته پورته کړی زمکه هماغسی اجاره مګر د ډیورند په نوم یوه خیالی کرشی راښکل شوی چه له دی بولو دی خوا به زما د اجاری زمکی وی تاسی به… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x