افغانستان

راضیه سعادت: د دفاع وزیر زوی ګواښلې یم

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل) په ولسي جرګه کې د پکتيا ولایت استازې راضیه سعادت وايي چې د تیرې دوشنبې په ورځ یې په ولسي جرګه کې د دفاع د وزیر د استيضاح په مهال د هغه ځواب د قناعت وړ نه و بللى چې له امله یې اوس ورته د وزير زوى ګواښوونکى ليک ورلېږلى دى.

نوموړي له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي «د دفاع وزير زوى راته مسيج او اخطاريه ليک رالېږلى، چې تا څنګه ويلي چې د دفاع وزير خبرې د قناعت وړ نه دي ، ته خاينه او وطن پلورونکې يې او له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کوې».

مېرمن سعادت د ولسي جرګې له غړیو هم غوښتي چې د دفاع وزير زوى بايد جرګې ته حاضر شي او په دې اړه ځواب ووايي، چې ولې يې هغې ته سپکاوى او ګواښ کړى دى؟

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د میرمن سعادت د غوښتنې په ځواب کې وايي چې د نظر او رايې ورکول د جرګې د غړو حق دى او د دفاع وزير زوى دا حق نه لري چې د جرګې یوه غړیې د هغې د خپل حق اظهار ولو له امله وګواښي او یا هغې ته اخطار ورکړي.

خو د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند محمد رادمنش د آغلي راضیه سعادت د ادعا په مقابل کې وايي چې د هغې خبره کوم سند نه شي کېدلى، ځکه د ده په باور د دفاع وزير يو عالم شخص دى، چې زوى يې هم ډاکټر، عالم او با اخلاقه دى.

ښاغلی رادمنش وايي کېداى شي کوم بل چا د ملي دفاع وزير د زوى له نوم څخه په استفادې، يادې وکيلې سره اړيکه نيولې وي، چې د دې پیښې پلټل وخت ته ضرورت لري.

د یادولو وړ ده چې د دوشنبې په ورځ د دریو مهمو امنیتي چارواکو (دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او ملي امنیت د رئیس) د استیضاح او د هغوی د سلب صلاحیت کولو په اړه ولسمشر غني هم د ولسي جرګې چارواکي د ولسي جرګې په لغوه کولو ګواښلي وو چې له امله یې دری واړه چارواکي د جرګي له استیضاح بریالي ووتل او دوباره ورته د وکیلانو لخوا د باور رایه ورکړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

عبدالله عبدالله خوسیاسی اومبارز شخص دی، داحترام وړدی اوموږورته یوه افغان په توګه په احترام قایل یو. خو دومره حق نه ورکووه چی دی دافغانستان پرسر معامله وکړی هرهغه شخص که په هغه به کښته موقف کښی وی اوکه دریاست جمهوری په موقف کی وی موږورته دافغان په صفت اودده دموقف سره برابر احترام اودرناوی لروخودملک دخرڅولوفباله په لاس نه ورکوو. هرهغه سړی چی ملک خرڅوی فکرنکوی چی دی څه کوی. زماپه فکر دملک خرڅول دځان خرڅول دی. اودځان خرڅول ترمرګی هم سخت سړی ته تمامیږ. ځکه مرګ خوپنځه دقیقی دی تیریږی اودهغی بل ژوند حالت دسترګوڅخه پټ دی ولی… نور لوستل »

محمد

وطن دوست صاحب ! د مولانا بلخی دا لاندی بیت وګوره – تاسو هم د ملاحظی اصلی ځای خطا کړی دی
گفت شخصی خوب ورد آورده‌ای
لیک سوراخ دعا گم کرده‌ای

تندر

چا چی په کوچنیوالی کی هلکتوب تیر کړی وی، هغه ته وطن او وطن پلورل هیڅ ارزښت نه لری.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x