پښــــتو ادب

غړي لنډه کیسه

واړه وو، هغه غټ په موږکې اسدوو چې ديارلس کلن به وو، د ژرندې د خړې لويې دروازې مخه مو په ساړه ژمي کې د بانډار يواځينى ځاى وو، ژېړ مازيګر به مو د ژرندې مخ ته په کونجک نېولو ډېر وخت جنګونه سره کول، ځکه په دې ځاى کې به لمر تر ډېره وو، تر څو چې به د لرې مخامخ لوړې برجورې کلا سيورى موږ ته  رارسېده په نورکلي کې به د وخته پيتاوي ورک شوي وو.
           زموږ يواځينۍ لوبه به اکړ بکړ وو، ټول به د دايرې غوندې لاسونه سره ورکړي ودرېدلو يوه به د ځان په شمول هر يو ته د ګوتې په اشاره پيل وکړ:

 

اکړ بکړ بمبېپور
سوپرې
کاده ګام
 مېن مېن
ګوډ
 ډبل روټۍ
بيسکوټ.

پر هرچا چې به د (بيسکوټ) کليمه راغله هغه به له کړۍ لري کېده، همداسې پرلپسې به يو_يو هلک لري کېده، ترڅو به يوکس يواځې پاتې شو، ټول هلکان به له يوه ټاکلي ځايه تربل ټاکلي ځايه په منډوشول دا پاتې شوى هلک مجبوروو چې په هلکانوکې مخکې له دې چې په هره منډه کې ترځايه ورسېږي.په سرلاس ورکېږدي او د نورو په نيولوکې يي د ځان ملګري کړي، همداسې به ټول هلکان په سرټکولو له دې هلک سره ملګري کېدل ترڅو به لوبه پاى ته ورسېده.

هرمازيګر به موله شوراوځوږه ډک وو، کله به مو د خنداګانو هټکي تر لرې اورېدل کېدل او کله به مو د ژړا اوکنځاوو نارو کوڅه پر سر واخېسته. د ژرندې مخ ته به هرمازيګر ډېرې غوړې اوسپورې ډوډۍ چې موږيي دماښام څوکۍ بولو، راوړل کېدلې، او ډېرجنګونه به د څوکيو پر سرکېدل.

زموږ خړې سترګې به هر مازيګر د اسد جېب ته غلې وې، هغه زما نو پوخ يار وو، په ډېرو مازيګرو يي د لاندې وچې غوښې راباندې خوړلې دي. هغه په پلار او مور دواړو ډېرګران وو، ان تردې چې د لاندې بشپړخچوکى به يي په جېب ور ومانډه. خو دا څو مازيګري مو جنګونه ځکه ډېرشوي وو، چې د اسد سپين ږيرى پلار چې په څوکلنې ناروغۍ سربېره په دې ورځوکې ډېر په تکليف وو، اواسد به زموږ کونجک ته نه راته نو د لاندې بوى هم نه وو، زما خو بيا هم  په څوکيوګوزاره کېده، خو رمضان ته چې که څه هم وچې ډوډۍ ته به پېريانو نيوه، د لاندې د غوښې بوى سم ژوند ورکاوه. هغه د يوه شپون زوى و، دولس کلن به وو، يوه ورځ يي نيم من جوار په ګونۍ کې را اچولي ووو، او د همدې ژرندې ژرنده ګړي ته يي زارۍ کولې، چې ورته اوړه يې کړي دا څوشپې يي له ساده تورچاى پرته په څه شي څکه نه ده کړې. ژرندګړي نه ورسره منله، وايي نيم من! هغه هم جوار!!د ژرندې په چالانولونه ارزي. خدايزده چې په هغه ورځ به رمضان دوى په کورکې څه شي خوړلي وي، پلارخو به يي تل د چاپه واروو (ميلمه به وو) خو دى، موراو وړې خويندې يي تل په تورساده چاى راټولېدې.

××××

          نن تر پخوا ډېر نور نوي هلکان او وړې وړې نجونې هم د ژرندې مخ ته راغلې وې، ټول په کونجک کې سره ننوتي ناست وو، د لمر وروستيو وړانګوکه څه هم تودوخه نه لرله، خو زموږ بيا هم په کونجک کې سره ټېل ماټېل وو، او د يو نفر په ځاى کې به سره ننوتي درې نفره ناست وو، د ماښام په راتلويخ هم ډېرېده پرلپسې به چا د خېرن کوټ خېرن لستوڼى په پوزه تېراوه، اوچا به هم خېرنه لمن په بله واړوله اوپوزه به يي پرې کش کړه.

هيچا هم په زوره نه خندل ځکه د اسد دوى کورنږدې وو او د هغوى په کورکې نن سهارد هغه پلارمړشوى وو، ځکه خو د ژرندې مخ ته هم ګڼه_ګوڼه ډېره وه، چې نن به د اسد دوى له کوره غړي راځي، پټ_پټ به موترکونجک سرونه ور بوڅ_بوڅ کول، چې اوس به د اسد مشره خور پتنوس له غړيو ډک راروانه وي، چې بالاخره مو نږدې ماښام غړي په لپوکې ونيول، چا خولې پرې لګولې چا په لاسو ور شکول، د ډېرو د خولو شاوخوا ښه ډېره پرې غوړه وه، په خېرنو لاسو مو د غړيو غوړيو چاپونه معلوم کړل، چا لاخولې پرې لګولې، چا هم خپله برخه خوړلې وه، رمضان چې غړى خلاص کړى وو، غوړ لاسونه يي پرلپسې په خپل خېرن چاودلي  مخ تېرول وويل:

پوخدايه! اوس دې ما لالا (پلار) مړواى څومره غړي به مې خوړلي وو!!!
پای

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x