د نن سرلیکنه

ایا ولس نور پر ولسي جرګې باور کولای شي؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

ولسي جرګې د تیرې دوشنبې په ورځ د دفاع وزير عبدالله حبيبي، د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد او د ملي امنيت رييس محمد معصوم ستانکزى په هېواد کې د روان امنيتي وضعيت او سردار محمد داود خان پر روغتون د شوي بريد په اړه استيضاح کړل.

د یادو امنیتي او دفاعي چارواکو تر استیضاح وړاندې داسې ګنګوسې وي چې ولسي جرګه به استیضاح کوونکي دری واړه وزیران د هغوي په اړونده وظائفو کې د پاتې راتلو له کبله سلب صلاحیت کړي.

خو ولسمشر غني چې د ګډ حکومت له پیله تر اوسه د کابینې په بشپړوالی نه دی توانیدلی د ولسي جرګې چارواکي وګواښل چې که هغوی یاد درې واړه وزیران سلب صلاحیت کړي نو دی (ولسمشر) به د ولسي جرګې د لغو کیدو فرمان صادر کړي.

هماغه و چې د جرګي غړیو د ښاغلي غني ګواښ جدي وګاڼه او درې واړو وزیرانو ته یې د هغوی تر استیضاح وروسته د رأیې صندقونه کبښودل او اکثریت وکیلانو ورته دوهم ځلې د باور رایه ورکړه، چې دې کار د ولسي جرګې د غړیو تر منځ یو لړ ناندرۍ را ولاړې کړلې.

ولس خو لا له وړاندې پر دې متیقین و چې ولسي جرګه لکه د حکومت نورې اجرائیې او قضايي برخې ناکاره ، ناکامه او فساد ځپلې ده چې په هیڅ صورت د ملت د اساسي غوښتنو ممثلې نه کوي ، خو په وروستي عمل سره یې دا ثابته کړه چې پارلمان او په هغه کې ناست ښاغلي د ولس د استازیو په نوم د ولس پر مصالحو ښکاره معاملې کوي.

پر دې خبرې خپله د ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست هم اعتراف کوي او وايي چې : (( ټولو (وکیلانو) د معاملې دوکانونه پرانستلي او ټول په کې ملي ګټې پلوري او دا کار په پارلمان کې په مستقيم او غيرمستقيم ډول ترسره کېږي)).

پښتانه وايي : لکه غر هماغسې کربوړی هغه حکومت چې د امریکايي مصالحو د تحقق لپاره د جان کیري په دستور پر ولس تپل شوی دی د هغه پارلمان او پارلماني استازي به خود داسې کسان وي چې د ولسي غوښتنو په پلمه به یې د دلالي دوکانونه پرانیستې او په پټه او ښکاره ورباندې معاملې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

زماددی خبری جواب راکی.دروس پہ وخت کی سی نورمحمد.ترکی تہ مجاھیدینو کافرویل جنگیئ ورسرہ جھادبلی نن ھم داسی موجودہ حکمت پرامریکا دین اوطن فلوری نوبیاولی نن جھادفسادی امریکہ خوترروس زیاتہ داسلام دوشمنہ دہ دامریکالخوادرسول الله, ص,ادقرآن الکریم بیعزتی کوی

نعیم خان

ناپیژاند صاحب ، د پيژند ګلی اړخ ته روان یاست الله ج دی د حقایقو به درکولوو لا ډیر توفیق درکړی تاسی کله کله بیا نور او نور څه لیکی هغه درته نه یادوم بیا به خوابدی او ناهیلی شی تاسی او ولیخان کله ښی او کلع ترخی لیکی الله مو د شو لیکلو توفیق درکړی د بدو لیکنو مو الله ج د تل د پاره واړوه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x