ورزش

کرکیټ: افغانستان آیرلېنډ ته په ټېسټ لوبه کې هم ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): د نن د افغانستان او ایرلېنډ تر منځ درې ورځې مخکې پیل شوې د کرکیټ ټېسټ لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

افغانستان دغه لوبه په یوه «اننګ او ۱۷۲ منډو» وګټله.

د لوبې په پیل پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په خپل وار د افغانستان لوبغاړو په یوه بال کم ۱۳۹ اورونو کې ۵۳۷ منډې جوړي کړې، چې په هغو کې اصغر ستانکزي ۱۴۵، افسر زازي ۱۰۳ ناسوځېدلی، محمد شهزاد ۸۵، ناصر جمال ۷۳، رحمت شاه ۴۶، دولت زدران ۳۲ ناسوځېدلی، شبیر نوري ۱۵، محمد نبي ۱۱، راشد خان ۸ او حشمت الله شاهدي ۲ منډي جوړي کړې.

په جواب کې د آیرلېنډ لوبغاړي ټول په ۲۶۱ منډو وسوځېدل او په دوهم ځلې توپ وهنه کې یو ځل بیا په ۱۰۴ باندي ټول وسوځېدل چې په دې توګه د افغانستان لوبډلې دغه لوبه په ۱۷۲ او د توپ وهني په یوه وار (اننګ) وګټله.

د افغانستان په لومړۍ توپ غورځونه کې راشد خان ۵ لوبغاړي وسوځول، محمد نبي او ظاهر خان دوه دوه، رحمت شاه یو او دولت ځدران بې وکټه پاته شو.

په دوهم ځلې توپ غورځونه کې یوازي درې لوبغاړو برخه واخیسته چې په هغو کې محمد نبي ۶، راشد خان ۳ او دولت ځدران یو لوبغاړی وسوځوی.

د لوبې غوره لوبغاړی د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی ونومول شو چاچې په یوازي سر ۱۴۵ منډې جوړي کړي وې.

ددې لوبې په ګټلو سره افغانستان د آی سي سي انټرنیشتل کپ په سیالیو کې لومړی مقام وګټی، او د نمرو په لحاظ افغانستان اوس په ۸۱ نمرو سره لومړی دی، ایرلېنډ په ۸۰ نمرو سره پر دوهم لمبر قرار لري.

په دغه سیالیو کې افغانستان او آیرلېنډ دواړو تر اوسه پنځه پنځه لوبې کړي چې افغانستان پنځه سره ګټلې، یوه یې مساوي کړې په داسي حال کې چې آیرلېنډ څلور ګټلې او یوه بایللې ده.

په دغه سیالیو کې د افغانستان راتلونکې لوبه د روان کال ۲۰۱۷ د نومبر میاشتي پر ۲۱مه نېټه په شارجه کې د (پاپوا نیو ګیني) هیواد سره ترسره کیږي.

د آی سي سي له لوري د انټرنیشنل کپ په نامه د ټېسټ لوبو دغه سیالۍ په دې موخه تر سره کیږي تر څو د دوهم درجې غوره لوبډلې د ټېسټ لوبو کوونکو هیوادونو په کتار کې راسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x