
په يوه ترافيکي پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپيان شول
د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د وردګو ولایت د سیداباد د لوړې په سیمه کې د يوې ترافیکي پېښې له امله یوتن مړ او درې نور سخت ټپیان شول.
د میدان وردګو ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ياده پېښه پرون ناوخته په یاده سیمه کې د یو کورولا ډوله موټر او ټيلر د ټکر کېدو له امله رامنځ ته شوې ده، په یاده پېښه کې د ټپیانو حالت سخت ښوودل شوی، د دپېښې علت د موټرو ګړندی تګ یاد شوی دی.