په تود موسم کي ډيره ځغاسته دپښتورګو دناکاره کېدو امکان زیاتوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): سائنس پوهانو تېر کال په لندن کې دځغاستې دمسابقې دګډون کونکو معاینات کړي، له معایناتو څخه وروسته مالومه شوه چي د۸۰ سلنه ځغاسته کونکو کسانو پښتورګو سخت روغتیايي تکان خوړلی و.

سائنس پوهان وايی که څه هم له دوو درو ورځو څخه وروسته بیرته ددغو کسانو پښتورګي خپل عادي حالت ته راګرځیدلي وه، خو له ازموینې څخه مونږ ته مالومه شوه چې په تود موسم کې ډیره ځغاسته کول پښتورګو ته مرګونی زیان اړولی شي او د ټول وخت لپار یې ناکاره کولای شي.

دامریکا د یال پوهنتون دپروفیسرانو دیوي ډلې له لوري چې مشري يې پروفیسر شیراک پارل کوله د پښتورګو دناروغیو په اړه چاپېدونکي اونیزه مجله کي لیکلي چې ډيره ځغاسته د پښتورګو دناکاره کیدو لامل کیدلای شي.

دغې ډلې پروفیسرانو وړاندي لیکلي چې تود موسم کې دډیري منډي کولو له امله زیاته خوله دانسان له بدنه بهیږي چې بدن کې د اوبو دکموالي سبب کیږي او همدارنګه د ډیري ځغاستي له امله پښتورګو ته دوینې دجریان سلسله ټکنۍ کیږي، چي له امله یی پښتورګي خپل کار پریږدي له وینې څخه د ناکاره موادو دجلاوالي کار نشي سرته رسولای او د خلیو دزره زره کیدو یا ماتيدو امکانات زیاتیږي چې پایله دا را وزي چې بډوګي خپل فعالیت له لاسه ورکوي.

څیړونکې ډله وايې د ډیري ځغاستي له امله د پښتورګو د ناکاره کېدو عمل دانسان دعملیاتو هغه عمل ته ورته وي، چیري چې له ډاکټر څخه دبې پروايي یا غفلت له وجې پښتورګو باندي دعملیاتو پر وخت دوینې بهاو بند شي چې له امله یې پښتورګي کارپریږدي، او داسي شکل اختیار کړي لکه کوچني نیالګي باندي چي دڅه وخت لپاره اوبه قطعه شي او نیالګی مړاوی شي، د وچیدو پړاو ته نژدي شي، بیا چي کله بیرته اوبه ورباندي راخوشي کړې، نو دوخت په تیریدو سره بیرته نیالګی ژوند ومومي.

یادو پروفیسرانو دغه څیړنه له دې امله اړینه وبلله چې دراتلونکي کال لپاره بیا دلندن د (Marathon) یا ځغاستي دمسابقې لپاره په زرګونو کسانو خپل نومان ثبت کړي ترڅو ددغو کسانو دروغتیا لپاره لا له وړاندي خپل مسؤلیت سرته ورسوي او هغوی پوه کړي چې په تود موسم کې ډيره ځغاسته کول دانسان پښتورګو ته څومره زیان اړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د