افغانستان

ننګرهار: امریکايي بمبار یو ځل بیا ولسي افغانان ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): امریکايي ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې د خلکو په کورونو بمبار کړی او لسګونه عام افغانان یې وژلي دي.

تېره شپه امریکايي ځواکونو د دولتي عسکرو په ملاتړ لومړی په سیمه کې چاپه وهلې او وروسته یې کلی بمبار کړی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د چاپې پر مهال ۵ امریکایان او ۸ دولتي کمانډویان هم وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس د امریکايي الوتکو په بمبار کې لږ تر لږه ۳۰ ولسي افغانان وژل شوي دي، چې دولتي چارواکي یې وسلوال مخالفین ګڼي. د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر، پرته له دې چې د امریکايي الوتکو نوم یاد کړي، وايي چې «په هوايي برید کې د طالبانو د چپرهار ولسوالۍ ولسوال» هم وژل شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په پېښه کې د خپلو پنځو جنګیالیو وژنه تاییدوي خو د عامو خلکو په کورونو د امریکايي الوتکو بمبار یې په کلکه غندلی او هغه یې د «اشغالګرو ځواکونو وحشت» ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار ولایت په دوه نورو ولسوالیو (کوټ او هسکه مینه) کې هم د امریکا بې پیلوټه الوتکو په کلیو او کورونو بمبار کړی. که څه هم تر اوسه د دې دوه ولسوالیو په بمبار کې د ولسي مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه ده ترلاسه شوې، خو په ټولنیزو رسنیو کې د سیمې اوسیدونکو د وژل شوو ماشومانو انځورونه خپاره کړي، چې په بمباریو کې د ولسي تلفاتو شتون ښيي.

په دې وروستیو کې د امریکايي او دولتي ځواکونو لخوا په ولسي افغانانو د بمبار لړۍ چټکه شوې، خو تمه کیږي چې د ګډ حکومت مشران به دا ځل هم د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د ملکي وګړو د تېرې شپې په وژنې چوپتیا غوره کړي.

یوازې په روانه میلادي میاشت (مارچ ) کې په بغلان، پکتیکا، تخار، زابل، فراه، کندز، کندهار او میدان وردګ ولایتونو کې د امریکايي او دولتي ځواکونو په بمباریو او ځمکنیو چاپو کې لږ تر لږه ۹۰ عام افغان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x