
رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۵۱)
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
ابراهیم خلیل احمد (Ibrahim Khalil Ahmad )دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسې اعجاز لري چې هغه د تل لپاره دی، دا ځکه چې موږ ته حضرت عیسی علیه السلام په (یوحنا ۱۶ باب ۳- ۱۴) ویلي دي، چې هغه به د راتلونکو واقعاتو وړاندوینه کوي، دا قرآن کریم د هغه معجزه ده چې هغه به تل باقي وي،- داقرآن کریم داسې کتاب دی چې هر څه پکې دي، لکه طب، د فلکیاتو علم، جغرافیه، جیولوجی، قانون، اجتماعیات، تاریخ او داسې نور.
حضرت محمدصلی الله علیه وسلم یو نور ؤ، چې په نړۍ باندې ښکاره شو، برناباس ویلي دي : [سيأتي مسيا (أي الرسول)] ژر به رسول راشي، انجیل یوناني توری دی چې د زیري په معنا سره دی، دا چې ولې پر سیدنا حضرت عیسی علیه السلام د نازل شوی کتاب نوم انجیل (زیری) دی؛ دا ځکه چې په هغه کتاب کې د راتلونکي رحمة للعالیمن زیری دی چې (مسیا) ورته وایی. همدا رنګه حضرت عیسی علیه السلام په برناباس انجیل کې وايي: کله چې دا سپیڅلی محمد رسول الله راشي؛ هغه له ما څخه دا بدنامي لیري کوي.
یادونه: له بدنامۍ څخه مراد د حضرت عیسی علیه السلام قتلول، هغه په الوهیت سره نیول او تثلیث دي.
نور بیا…