افغانستان

طالبانو په خپلو پرونیو عملياتو کې د کاپیسا په تګاب کې درې پوستې او ګڼ شمير اربکیان نيو لي دي.

د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د شګوټ په سیمه کې پرون ټوله ورځ سخته جګړه روانه وه، چې په پایله کې د طالبانو د وروستي  قول له مخې په دې سیمه کې يې له اربکیانو نه درې پوستې نيولې او پنځويشت اربکیا د دوو مشهورو قوماندانانو پر ګډون ورته تسليم شوي دي.
په پرونۍ جګړه کې ښکېلو اربکیانو ته د مرستې ور روان دولتي کتار هم د ټټر خېلو په سیمه کې له کلک مقاومت سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د غزني د چهادېوال په سیمه کې د اربکیانو يوه پوسته په يوه سرتيري بريد کې بشپړه له منځه لاړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x