دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۰)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د ماشوم د تربيې لپاره د مور بديل نشته:
د ساينس له نظره الله جل جلاله ښځه داسي پيدا کړيده چي د تعجب وړځانګړتياوي ئې هم ورسره يوځاي کړيدي، د ښځې يو خاصيت دادئ چي خپل کار پخپل وخت باندي و سرته رسوي، فکري عاطفه ئې دنده ده، يوه مور تل د خپلو ماشومانو فطري غوښتني پوره کوي، په مينه او لورينه سره ئې ښکلي کوي،د ماشومانو په روزنه کي له صبره څخه کار اخلي، د يوه ماشوم عواطف، فطري احساسات بېله موره په هيڅ ډول سره بشپړ کيدای نشي،د مور د شفقت په لمن کي بيا ماشوم له ټولو جسماني او ذهني تکليفونو څخه پاک وي، د مور په يوه ږغ سره د ماشوم ژړا په خندا سره بدله شي، چي مور هغه الهي تحفه ده چي بديل ئې نشته.

پر ماشومانو باندي نړيواله پلټنه:
هغه ماشومان چي له پلار او مور څخه بېل دي، والدين ئې په دفترونو، پلورنځيو، کارخانو او نورو رسمي او غير رسمي ځايونو کي کار کوي او خپلو ماشومانو ته وخت نلري دا د انسانيت دښمنان دي، که دوی د ترقۍ په فکر کي دي و بل لور ته دوی د انساني کړۍ له دورانه څخه وځي، دا ماشومان په دې ناوړو کړونو کي شکيل شي:

۱: دا ماشومان له ترحم څخه خالي وي، هټلر دا پروژه پر مخ بوتله .

۲: د ټولنې د فساد سرچينه وګرځي لکه: غلاوي، قتلونه، او نور…

۳: هغه کسان چي سلنه ئې په نړيواله توګه سره زياته ده په محبسونو کي بنديان دي دا هغه کسان دي چي په وړکتوب کي له والدينو څخه محرومه وه.

۴: دا ماشومان چي غټ شي ځان وژنه داسي ورته عادي ښکاري لکه يو څوک چي ښه کار کوي.

۵: داسي کسان په ټولنه کي د هيچا احترام نلري، حتي قانون ورته پر اوبو کرښې ښکاري.

۶: داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله لوړ تعليم نشي حاصلولای، نو ځکه ئې ژوند د مشکلاتو ښکار وي.

۷: د انسانانو سره ژوند ورته دروند ښکاري، دا ځکه چي په هره ټولنه کي اصول وي او داسي کسان د ذهني کمزورۍ له کبله دا حوصله او زغم نلري.

۸: داسي کسان ډېر ژر د بل چا تر احساساتو لاندي راځي، داسي ډېره پيښه شويده چي یو انسان خپل غوښي خپله خوري او يا يي بل ته ورکوي.

۹: و داسي کسانو ته نه نصيحت، نه وهل، نه ډبول او نه هم بد ويل ګټه لري.

۱۰: ټوله انسانان ورته نابلده او بېګانه ښکاري يواځي خپل کړه وړه ورته ښه ښکاري.

د ماشوم اعصابي کمزوري ولي صورت نيسي؟
د امريکا د ذهني ناروغيو څېړونکي په دې آند دي چي که کوچني اولاد د حيوان وي او يا د انسان وي که چيري په عارضي ډول سره د مور څخه ليري شي هغه ته اعصابي صدمه رسيږي، ددې کوچني انسان يا حيوان په دماغ کي چي کومې اعصابي حجرې دي هغه په ۲۴ ساعتونو کي يا له منځه ځي او يا ئې فعاليت کميږي،ددې څېړنيز مرکز او بي بي سي په آند چي هغه موږکان چي ۲۴ ساعته مو له مور څخه ليري کړل د هغو ځينو اعصابي حجرې له فعاليته لوېدلي وې،او فلج شوي وې، برعکس هغه واړه موږکان چي له خپل مور سره وه هغه بلکل درست وه او هيڅ اعصابي مشکل ئې نه درلودی.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x