آيا هغه به خپل ماشوم په اور كې وغورځوي؟

ژباړه : میوند محمد جمال
په صحيحنو كې د عمر رضى الله عنه نه روايت دى، چې كله د هوازن د غزا څخه خلاص شوو، صحابؤ رضي الله عنهم د رسول الله صلى الله عليه وسلم مبارك حضور ته څه بندیان راوستل ، چې په هغو كې د كفارو ماشومان او ښځې هم وې دوى يې يوځاى كېنول.
په دوى كې ديوې ښځې حال ډېر خراب و، كله به چې دې ښځې كوم ماشوم ولېده هغه به يې په خپله غېږ كې واخيست او شيدې به يې وركولې. هغه په ډېره بد حال كې وه. خپل عقل يې له لاسه وركړى و او په ټولو ماشومانو ګرځېدله. هغوى يې يو يو لیده تر څو د هغوی په منځ کې خپل ځوى پيدا كړي او شيدې وركړي. هغه همداسې وه تر دې چې خپل ماشوم يې پيدا كړ د ماشوم په لېدو يې اوښكې وچې شوې او عقل يې پرځاى شو په لاسونو کې يې واخست او په خپله غېږه كې يې كلك ونيو، ټول غمونه او ستړيا يې له ياده ووتله په ډېره مينه يې شيدې وركولې.

رسول الله صلى الله عليه وسلم چې كله د دغه ښځې دا حال وليده صحابه كرامو ته يې خپل مبارك مخ را واړوه او ورته يې وفرمايل:
«تاسو څه فكركوئ دغه ښځه به خپل ماشوم اور ته وغورځوي (يانې كه موږ اور ولګوو او ورته امر وكړو چې خپل ماشوم دغه اور ته ور واچوه، آيا دا ښځه به دا كار وكړي؟»

صحابه رضى الله عنهم حيرانه شول، چې څنګه دغه ښځه خپل ماشوم چې د هغې د زړه ټوټه ده او د هغه مخ په خپلو اوښكو پاكوي ، نو څنګه به يې اور ته واچوي.

رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ:

« نه! (دا ښځه كله هم دا كار نه كوي) هغه به كله هم خپل ځوى اورته وانه چوي»

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
«په الله سوګند! الله جل جلاله په خپلو بنده ګانو د دغه ښځې څخه چې هغه په خپل ماشوم څومره مهربانه ده ډېر زيات مهربانه دى»

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

قُلْ إِنَّما أَنَا مُنْذِرٌ وَ ما مِنْ إِلهٍ إِلاَّ اللَّهُ الْواحِدُ الْقَهَّارُ (65) رَبُّ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ ما بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ (66) قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ (67) أَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ (68) …۳۸سوره ص-معنی:وه وایه بیشکه زه یو ویروونکۍ یم اونشته بل څوک معبود سیوادالله نه چه یودۍ ډیرغالب ډیربخښونکۍ دۍ،ووایه دقیامت خبری ډیری لویی،تاسوله هغی نه مخ ګرزولۍ دۍ.دا کم څه چه تاسولیکلی دی دادیهودانو اوعیسی یانو جوړی کړی خبری دی ،آیادا تاسو خلق بیروۍ اوکه اسلام یومسخره جوړوۍ داسی نده عبادت وکۍ دالله مغفرت وغواړۍ،الله جهنم هم ددغه ګمراه انسانانو دپاره پیداکړۍ دۍ،یهود اونصارا وایی موږبه یوڅوامرپه دوږخ… نور لوستل »

حکمتیار
میلمه
حکمتیار

انلاین ایتونه او احادیث راباسی په ځای ناځای مواردو کی یی کاروی او یا یی غلط تعبیر او معنی کوی . ستاسی له تبصرو خو ستاسی څو مخی تر سترګو کیږی ضد او نقیض تبصری لیکی ، همدا مو دنده ده چه د دی اسلامی پاڼی لیکونکی پسی واخلی او یا په دغه اسلامی پاڼه خلک بی باوره کړی ، ممکن دا کړنی به د پوهی کموالی ، نشتوالی او یا د پلورلتیا له مخی کوی . وایی نه هغه شته ویریږی او نه هغه شته چه ډاریږی ، نه مو ### شته چه تری وشرمیږی او نه په خدای… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

#### آیارسول الله ص ماشومان،ښځی اوسپین ږیری دجهاد په وخت کی له وژلو بندی کولو نه وو خلاص کړی،اول دغه درواغ دی چه مسلمانان دونه ظالمان ووچه زوی اومور ځله ورک وو،دوهم مسلمانانو دفتح په وخت کی په ماشومانو ،ښځو ،سپین ږیرو اوهغو چه دچاپه کورکی به یی پناه واخیسته کارنه درلود اوپه امن به وو