ورزش

کرکیټ: د پاکستان بالرانو د ۱۳۲ منډو بریالی دفاع وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۶ل): نن یو ځل بیا د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه تر سره شوه چې پاکستان په ورستي بال وګټله.

د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او پاکستان ته یې د توپ وهنې دعوت ورکړ او پر ۱۳۲ یې د پاکستان ټول لوبغاړي وسوځول.

د ویسټ انډیز کپتان برات وایټ او سنیل ناراین درې درې لوبغاړي، سمویل بدري ۲ او ولیمز ۱ لوبغاړی وسوځوی.

د پاکستان له لوري شعیب ملک ۲۸، بابر اعظم ۲۷، وهاب ریاض ۲۴ او احمد شهزاد ۱۴ منډي جوړي کړې.

په جواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې د شل اورونو په پوره کېدو یوازي ۱۲۹ منډې جوړي کړې او اته لوبغاړي یې وسوځېدل، چې په هغو کې یوځل بیا د شاداب په نامه نوي او کشر لوبغاړي ۴ وکټه واخیسته او په څلورو اورونو کې یې ۱۴ منډې ورکړې.

وهاب ریاض او حسن علي هم یو یو وکټ واخیست، سهیل تنویر او عماد وسیم بې وکټه پاته شول.

د لوبې غوره لوبغاړی شاداب ونومول شو چاچې په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول.

نوموړی ددې تر مخه په لومړۍ لوبه کې هم غوره لوبغاړی نومول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x