افغانستان

زابل: امنيتي مسؤولین ولسي وګړي ځوروي

د زابل امنيت امر جیلاني خان رسنیو ته ويلي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې يې د وسلوالو پر خلاف عمليات پيل کړي او يو شمېر شکمن کسان يې نیولي هم دي، مګر  د زابل ځايي خلک وايي چې جیلاني خان د طالب او وسلوال په نوم له خلکو موټرسایکلان او پیسې اخلي او کورونه يې تالاشي کوي. د زابل ولایت د نارینک سیمې خلک وايي چې جيلاني خان د طالب په نوم خلک ځوروي، زندان ته يې اچوي او په مقابل کې يې پیسې غواړي. باید و ويل شي چې جیلاني خان د محمد سعید په نوم يو ګاریګر نيولی چې په کاریز کې به يې کار کاو او خپل کار ته به په موټر سایکل ته راته. د سعید کورنۍ وايي چې جیلاني خان د سعید د پريښودو مقابل کې پيسې غواړي او که ور يې نکړو نو د طالب په نوم به يې دوسیه رسمي کړي. د يادونې وړ ده چې پرون د جمعې په ورځ ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې و ويل چې بګرام زندان د طالب جوړولو فابریکه ده، ځکه چې امريکايان عام خلک نیسي او ځوروي يې چې په مقابل کې د دوي په زړونو کې د حکومت پر خلاف کرکه او نفرت پيدا کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x