افغانستان

کابل: د امریکې سفارت شپږ تنه بهرني «چرسي» کارکوونکې شړلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د امریکې سفارت شپږ تنه امریکايي کارکوونکې چې چرسیان وه، له دندو ګوښه کړي دي.

د سفارت له لوري رسنیو ته ویل شوي چې لږ تر لږه د شپږو تنو کارکوونکو قراردادونه د هغوی د اخلاقي چلند له امله فسخه شوي او هغوی له دندو شړل شوي دي.

د وال سټریټ ژورنال د راپور سره سم د امریکې سفارت اکثره عمله د امریکا تابعیت لري چې په هغو کې يې یو شمېر د امنیتي خدماتو وړاندي کوونکو شرکتونو له لوري ور وپيژندل شوي دي.

د امریکا په سفارت کې افغاني کارکوونکو رسنیو ته ویلي چې د سفارت اکثره بهرني او افغاني کارکوونکې پر چرسو روږد دي او چرس نسبتا نورو نشیې توکو ته یو عادي شی بلل کیږي.

د راپورونو سره سم وروسته تر هغه د سفارت جګپوړو چارواکو د تحقیقاتو پرېکړه وکړه کله چې یو کارکوونکی د رسمياتو پر وخت د نشې په حال کې وو.

باید وویل شي چې څو کاله وړاندي د امریکا په سفارت کې د شرابو د یوه محفل انځورونه او ویډیوګانو رسنیو ته لاره موندلې وه چې په کښي د سفارت کارکوونکې لوڅ رقصونه کوي، یو پر بل شراب شیندي او جنسي اړیکې نیسي.

د امریکا حکومت چې په افغانستان کې یې ځانته یو مهم هدف د مخدره توکو له منځه وړل ټاکلی، د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې هر کال په ملیونونو ډالره مصرفوي چې اکثره یې د ادارې فساد له امله بې ګټې مصرفیږي خو داچې په سفارت کې دننه داسي کسان موندل کیږي چې پر مخدره توکو روږدي وي، یو ځل بیا د امریکا لپاره د شرم باعث ګرځېدلی.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د ارزونې سره سم د نورو کلونو په پرتله تېر کال د مخدره توکو کښت ۴۳ سلنه زیات شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x