نړۍ

پاړه چینار: امام بارګاه ته مخامخ چاودني تر پنځوس زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ وری، ۱۳۹۶ل): ډیورنډ کرښې ته څېرمه د قبایلي سیمې کُرمې ايجنسۍ په مرکز پاړه چینار کې نن سهار یوې درنې بمي چاودني لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل او تر څلویښت زیات کسان یی ژوبل کړل.

د عیني شاهدانو په خبره څو تنه بریدګرو لومړی د لیویز یا محلي پولیسو پر یوه پوسته ډزی وکړي ، چې ورپسي په بازار کې یوه زوروره چاودنه رامنځ ته شوه .

پاکستانۍ رسنۍ د کرُمې ايجنسۍ د پوليټيکل یا سیمیزو پولیسي چارواکو له خولي لیکلي چې چاودنه د پاړه چینار په مرکزي بازار کې د يوې امام بارګاه مخې ته شوې او داسی ګمان کیږي چې موټر بم برید به وي .

ویل کیږي چې چاودنه په داسی ځای کې رامنځ ته شوي چې هلته زیاته ګڼه ګوڼه وه ، یوه شخصي تلویزون ته د پاکستان د پارلمان غړي ساجد طوري وویل چې تر اوسه په پیښه کې د ۱۳ تنو وژل او له څلویښتو زیاتو کسانو ټپی کیدل تثبیت شوي دی .

د چارواکو په وينا په پېښه کې ژوبل کسان د پاړه چینار روغتون ته وړل شوي، له بلی خوا د پوځي چارواکو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ژوبل کسان د پوځي څرخکو په مټ د پیښور روغتونونو ته رسول شوي دي .

د پیښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستی. په پاړه چنار کې د جنورۍ په مياشت کې هم يو سر تیری بريد شوی وو چې لږ تر لږه ۲۴ کسان پکې وژل شوي وو.

د جنورۍ د مياشتې د بريد پړه لشکر جنګوي العالمي او د تحريک طالبان پاکستان شهر يار محسود هم منلې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x