علماء د مسلمه امت په خدمت کې

قاصربښلی

علماء څوک دي او ولې را پاڅېدلي؟

علماء هغه څوک دي چې مسلمه امت ته یې روا او ناروا ور وپېژانده

علماء هغه څوک دي چې تل یې د غربي ښکیلاک ظلم ستم او د وحشت ټغر ور وټول کړی دی.

علماوو د جهالت تاریکی په روښنایي بدلې کړې دي

علماء هغه څوک دي چې مسلمه ملت یې له کږو لارو مستقیمو لارو ته برابر کړی

علما هغه څوک دي چې د غرب غرور او تکبر یې ور خنثی کړی

علما هغه څوک دي چې زموږ ګران هیواد کې یې کفري اشغال په ګونډو کړی

علماء هغه څوک دي چې رب العزت یې په خپل مقدس کلام کې داسې ستاینه کړې
اعوذبالله من الشیطن الرجیم

انما یخشی الله من عباده العلماء

ژباړه ”
بېشکه چې دالله تعالی څخه وېرېدونکي اشخاص د الله په بنده ګانو کې هغه علماء حق دي

او همدا راز یې زموږ خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله مبارکه خولګۍ داسې تعبیر کړی دی

العلماءورثة الانبیا
ژباړه “علما د انبیا کراوو وارثان دي

علما دانبیا کرامو وارثان او داصحاب صفې له مدرسې څخه روزل شوي.

په الله قسم اې ویونکیه” اوس مې د قضاوت رسۍ ستا په لاس کې درکړه ما ته شا کړه خدای ته مخ، پر حق مو خپله عادلانه فیصله وکړه، کوم قوم کې چې داسې ستارې وي او د هغوی صفات چې هم د قرآن پر مخ خالق لایزال کړې وي هم د هغوی خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم نو دا به څرنګه خلګ وي؟

راشئ تاسو دې اړخ ته چې دکفر په زیاتېدو سره زموږ د دې بعضې ناقص الایمان مسلمانانو په اذهانو کې دومر تغیر راغلی چې حتی دعالم نوم په خوله راوړل ورته ګناه ښکاري.

او له همدې وجې نه هم په ننۍ عصر کې تر ټولو په کمه سترګه د دغه مذکوره اوصافو خاوند (عالم)ته کتل کیږي،
ولې؟

ده خو یوه داسې لاره غوره کړې ده چې په هغه کې د کفري قانون لحاظ نه ساتل کیږي او په هغه کې د کفارو نا خوښۍ را مېنځ ته کیږي

البتة چې زموږ د ژوند اولنۍ پړاو نه بلکې تر آخرني پړاو پورې له دوی سره داسې لازم ملزوم دی لکه د انسان ژوند په اوله مرحله کې (ماشوم زېږېدل) نو په غوږ کې یې ورته اذان کول تر عالم پوري تړاو لري

او که مو په کورو کې یو بل داسې شرعي عذر متوجه شي همداسې تر عالم پوري تړاو لري

او د دین له احکاماتو څخه آګاه کول همداسې تر عالم پوري تړاو لري او آن تر دې چې تر مدفن کېدو پوري ورسره تړاو لري
واورئ وروڼو¡

که نن د دغو علماء کرامو سیوري زموږ له سرو نه ښکته شي والله اعلم چې له موږ نه به څه ډول اعمال صادر شي چې په بدرنګیو به یې د تاریخ کتابونه د بدو اعمالو شاهدان پاتې شي.

او که دغه علماء وو نو مسجد او ممبر به وي او که دغه علما وو مدارس او سنګر به وي

او که د دغو علماوو شتون نه وو نو دا هیڅ به هم نه وو

آیا موږ نه وینو چې کفر مو داسلام د شعائرو په تغیر او تبدل کې څومره منډې او ترنډې وهي او د اسلام د ختمولو په اړه یې څومره ادارې او مفکورې برابرې کړي چې لنډ تعبیر یې په (دیموکراسۍ) سره کیږي.

او آیا موږ نه وینو چې کفر مو د ځوان نسل په خرابیدوکې څومره هلې ځلې پیل کړي دي او په دې هلو ځلوکې ناکامیږي هم دا ناکامي دا ټول د دغه علماوو په برکاتو سره او په نړۍ کې هم دا علماء دي چې د دنیا رغبت ته یې شا کړې دہ او د الله تعالی رغبت یې غوره کړی دی د الله د دین لپاره یې خپل ټول ژوند اولاد کور کلی او دنیاوي ذوقونه او حسرتونه تر شا کړي
قربان له داسې امت نه !(علماء حق)

نن که مو جمع او جمات قائم او که مو ممبر او سنګر قائم دی او که مو جهاد او دیني مدارس قائم دي د دغه علماوو په قربانیو سره خو متأسفانه چې نن مو په معاشره کې یو داسې خبیث ماحول جوړ شوی چې د عالم په جامه او افعالو شرمېږي افسوس صد افسوس.

راځئ چې له علماوو سره خپل دوه ساعتیزه زنده ګي وصل کړو او داسلام له احکاماتو او شعائرو څخه ځانونه واقف کړو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلطان صالحی له قزوینه سخه
میلمه

دغه دع اوغ علما ولی دخوگیانو دوینو په سره باران چوپه خوله دی دا خولیئ چاورترلی دی آیا ع اوغ اوکه صلیب ملعون دا لوی محدث چه دجهان اسلام دمحدثی دعوالری چه پرون ورز دروسانو په مقابل کشی ددغه صلیب یانوپه اسلحو جگیدلی نن ورز ددغه صلیب په جنایتو چوپ خوله ی په هغه زمانه کشی دغه مظلوم ملت ستا تر شا ولاروه اوتاته بئ په هغه بیوزلی کشی دودی درکوله اوستا حمایه بئ کوله اونن ورز دغه مظلو ملت بیاددغه صلیب یانوپه سرو ورونوکشی لت فت دی اوته هم مقابل ددغه کشی بل رقم فتوا گا نی ورکوی اوته… نور لوستل »