
د سیاه ګرد د قربانیانو وارثان: نور غربي دیموکراسۍ نشو زغملای
نن ټکی آسیا: د سیاه ګرد د پېښي د قربانیانو د کورنیو غړي او وارثان وايي، چې د امریکايي الوتکو بمبارۍ دې ژر تر ژره ودرولې شي او اعلان یې وکړ، چې نور ورته د غربیانو دیموکراسۍ د منلو او زغملو وړ نه ده.
د سیاه ګرد د قربانیانو وارثانو نن په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې د دوی امنیت تامین کړي او د امریکا او ناټو ځواکونو هوايي بریدونه دې ودروي.
د سیاه ګردۍ خونړۍ پېښي د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د ګڼو افغانانو غوسې را پارولې، آن طالبان وايي د کابل پر لبناني هوټل باندې پر لوړ-پوړو بهرنیو ديپلوماتو برید یې د سیاه ګرد د قربانیانو د کسات اخستلو لپاره ترسره کړ.
د الف احمدشاه احمدزي په نوم یوه تن خبریالانو ته د دې خونړۍ پېښي ټوله کیسه بیان کړه او زیاته یې کړه ، چې په دې عملیاتو کې د دوی دیارلس تنه خپلوان او کلیوال په خورا بې رحمانه توګه شهیدان شوي.